Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې له ۲۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

غعهعغهغفهغفه

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې له شاوخواه ۲۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د میدان‌وردګ د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحید‌الله راشد سلام‌وطندار ته وویل، د یاد ریاست تر څارنې لاندې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (NECDO) موسسې په تخنیکي همکاري په نرخ ولسوالي کې له شاوخوا ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکې توکو مرسته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه چې هري کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۴.۵۵ ليټره غوړي، (۶.۲۵) کيلو‌دال، د ماشومانو د خوارځواکۍ او سوپرسریال توکي ووېشل شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اړې او بې‌وزله کورنۍ هم خوښې دي چې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له خوا د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې، خو ټینګار کوي چې یادې مرستې دې په دوامداره توګه په بې وزله او اړو کورنیو وویشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام