Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې اورښتونه؛ درې کسان مړه او دوه تپیان شوي

لوګر-سېلابونه

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان او لسګونه کورونه نړېدلي دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو اورښتونو له امله په مرکز میدان‌ښار، جلرېز، نرخ، چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د ځاني زیان سربېره شاوخوا ۴۰ کورونه نړېدلي، ۶۰۰ جریبه کرنیز فصلونه او لسګونه څاروي هم له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جلالي زیاته کړه چې په یوشمېر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله پلونه او پلچکونه هم تخریب شوي، خو تراوسه کومه لاره د خلکو د تګ‌راتګ پر مخ نه‌ده تړل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه یې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره خپل راپور شریک کړی، خو په وینا یې، کورني او نړیوال بنسټونه دې هم په دغه ولایت کې له سېلاب‌ځپلیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام