Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل کې نن دوه لوبې کېږي

e56aa970-b3b3-4ede-823b-9f811de97ca7

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن له غرمې وروسته دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي به د ګجرات ټایټنز او رویالز چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ وشي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، اپرېل ۲۸مه، د هند د احمداباد په «نرېنډرا موډي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نن ورځې په دویه لوبه کې بیا چینای سوپر کنګز له سنرایزرز حیدراباد سره مخ دی. یاده لوبه به نن مازدیګر ۶:۳۰ بجې د چینای په کوربه‌توب پیل شي.

د ګجرات ټایټنز لوبډلې په روان لیګ کې تر دا مهاله نهه لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او پنځه یې بایللې دي. دا لوبډله اوس د سیالیو د جدول په اووم ځای کې شتون لري.
له یادې لوبډلې سره د افغانستان کرېکت ملي لوبډلې درې لوبغاړي راشدخان، نوراحمد او عظمت‌الله عمرزی لوبه هم لوبه کوي.

بل‌خوا بنګلور لوبډله چې دې لیګ یې ښې لوبې کړي، خو د سیالیو د جدول په وروستي او لسم ځای کې شتون لري. دې لوبډلې له کړیو نهو لوبو یوازې دوه لوبې ګټلې دي.

بل‌خوا د حیدراباد او چینای لوبډلې چې د سیالیو د جدول په درېیم او شپږم ځایونو کې شتون لري، تراوسه دې لیګ اته-اته لوبې کړې دي.

حیدراباد له اتو پنځه او چینای له څلورو لوبو څلور ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانیو لوبو کې راجستان رویالز، لکناو سوپر جاینټز او ډیلي بیا ممبی انډیینز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام