د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه رپوټ کې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سیګار په خپور شوي رپوټ کې راغلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیګار رپوټ ښيي چې افغانستان کې د بشري وضعیت ترینګلي کېدو سره هم‌مهاله، خوراکي توکو ته د افغانانو اړتیاووې دوه برابره شوي دي. د رپوټ پربنسټ، افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۴.۴ میلیون ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دغه شمېر د ۲۰۲۱ کال لومړیو کې ۱۸.۴ میلیون وو.

اسلامي امارت سره له دې چې هېواد کې اقتصادي ستونزې تاییدوي، خو د بشري حقونو وضعیت د قناعت وړ بولي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د سرپرست حکومت پر وړاندې د بندیزونو لګول، هېواد کې د اقتصادي ستونزو اصلي لامل دی.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت په راتلو سره که ستونزې رامنځته شوي، هغه د بهرنیو ستونزو له امله وې. تا خبر یاست چې د افغانانو پیسې تړل شوي او بندیزونه پر خپل ځای دي. مرستې چې راځي، که څه هم لنډمهالې دي او ګټه لري، خو بسنه نه کوي.»

سیګار داسې مهال افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی چې هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او د لومړنیو توکو په ځانګړې توګه د اړتیا وړ خوراکي توکو بیې دوه برابره شوي دي.

افغانان هم د کار نه‌شتون او د خوراکي توکو بیو لوړېدو څخه شکایت کوي.  کابل ښار کې د لاسي  ګاډۍ چلوونکی محمد کاظم وايي چې کاروبار نشته او نه‌شي کولای چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې همدارنګه د جګړو له امله د کورني بې‌ځایه شویو زیاتېدو څخه هم خبر ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سیګار شمېرې ښيي چې ۲۰۲۱ کال کې د کورني بې‌ځایه شویو شمېر ۶۷۰ زرو ته رسېده، خو روان ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېرې ۷۱۰ زرو ته لوړې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام