د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان له کالونو راهیسې د روغتیا په برخه کې د مسلکي او روزل شویو متخصصانو له کمښت سره مخ دی.

سیګار نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې په منځنۍ کچه د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو لپاره یوازې څلور ډاکټران، نرس او قابلې درلودې چې دا شمېر د روغتیا نړیوال سازمان له معیار چې «د هرو لس زره کسانو لپاره ۲۳ ډاکټران دي» خورا ټيټ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې زیاته کړې چې د مخکیني حکومت ړنګېدو او د اسلامي امارت له لوري د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې توان نه درلودل، د امنیتي ستونزو له کبله کار ته د خلکو زړه نه ښه کولو ته په پام، دا شمېرې راټيټې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې اوو میاشتو کې د هېواد نورو برخو په څېر روغتیا هم له ناورین سره مخ شوې ده. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې روغتیايي خدمتونو د خلکو لاسرسی محدودیت شوی او دغه وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

له دې وړاندې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس ایلوي فیلیون ویلي و، ګڼ‌شمېر هغو بنسټونو چې په افغانستان کې یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، د بودیجې د کمښت له کبله له فعالیتونو لوېدلي او دغې چارې روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی محدود کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې وه چې په یوازې ځان بشردوستانه هڅې د افغانستان د روغتیا اړتیاوې نشي پوره کولای او نړۍ باید دې برخه کې پانګونه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام