د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا پلټونکې ادارې يا سیګار په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د لوړې کچې ګواښونو تر نامه لاندې اتو جدي ګواښونو ته اشاره کړې چې د ناامنیو ډېرښت په کې په لوړه کچه ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، د دوحې د سولې هوکړه او د سولې له بین‌الافغاني مذاکراتو وروسته سولې او د تاوتریخوالي کمښت ته د هیله مندیو سربېره، د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د امنیت تر څنګ، په مالي مرستو کې ګونګوالی، د دولت د وسله‌والو مخالفانو یوځای کېدل، په سیستماتیک ډول فساد، په کمه کچه اقتصادي وده، د نشه‌یې توکيو کاروبا، د ښځو حقونو پر وړاندې ګواښونه او پر نړیوالو مرستو نه څار هغه جدي ګواښونه دي چې سیګار ورته په خپل راپور کې اشاره کړې.

راپور کې راغلي: « د افغان امنیتي ځواکونو مرګ‌ژوبله د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر دغو ځواکونو مخامخ اغېز لري. نه یوازې دا چې پر پیاوړتیا یې اغېز کړی بلکې تازه ګمارنو او د تجربې نه موجوديت هم بد سیوری غوړولی دی.»

ومو غوښتل د سیګار د راپور په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم تر لاسه کړو؛ خو له ډېرو هڅو سره بیا هم بریالي نه‌شوو.

یو شمېر پوځي کارپوهان په راتلونکي کې د جدي ګواښونو په تړاو د سیګار راپور ته په اشارې وايي، که چېرې په افغانستان کې د نړیوالو مرستې او ناټو حضور ونه‌لري، له بل هر وخت څخه به وضعیت کړکېچن شي.

په ورته وخت کې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا سرپلټونکې ادارې مشر جان سوپکو په واشنګټن کې په نړیوالو او سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز کې په یوې انلاین غونډه کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو دفاعي قراردیانو وتل به د دغه هېواد ځواکونه له ویجاړیدونکي حالت سره مخ کړي.

د نوموړي په وینا، تر اکټوبر میاشتې له ۱۸زرو ډېر قراردادیانو له دې ډلې شپږ زره امریکايانو او د نورو هېوادونو ۷زره قراردادیانو په افغانستان کې فعالیت کاوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام