د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.

یادې کمېټې نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو کچه د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه لوړه شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم سور صلیب خبرداری ورکړی و چې مرستندویه بنسټونه نشي کولای چې په یوازې افغانستان کې د انساني ناورین مخه ونیسي. یادې کمېټې له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، ۹۷سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. دې کمېټې څرګنده کړې وه چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله او له شپږو میاشتو تېرېدو وروسته په دغه هېواد کې بشردوستانه اړتیاوې په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی و، که چېرته د افغانستان ناورین ته رسېدنه ونشي، د تېرو شلو کلونو د جګړې د مرګ‌ژوبلې په پرتله به دې هېواد کې د لوږې له امله د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه شي.

یادې کمېټې د امریکا او اروپا له مشرانو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان اقتصادي ناورین ته رسېدنه وکړي، ځو دغه هېواد وکولای شي، خپل اساسي اړتیاوې پوره کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په ویناپاڼه کې راغلي و چې افغانستان کې میلیونونه کورنۍ په یوه ناهیلي وضعیت کې ژوند کوي. د یادې کمېټې په وینا، اوس مهال ۲۳میلیونه افغانان کافي خواړه نه لري او یو میلیون ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته او د اسلامي امارت له راتلو سره هم‌مهاله د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر کنګل شوې او نړیوالې مرستې هم بندې شوې دي. یاده چاره په دې هېواد کې د اقتصادي ناورین، لوږې او وزګارتیا د ډېروالي لامل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام