د ژغورنې نړیواله کمېټه: اقتصادي ناورین د ۲۰ میلیونه افغانانو ژوند ګواښوي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده. دغې کمېټې پرون پر خپل ویب سایټ کې لیکلي، د ا.ا له واکمنېدو وروسته، اقتصادي بحران چې د لوږې اصلي دلایلو څخه دی، رامنځته شوی دی. په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره پر یو لړ طرحو کار کوي.

افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. یادې کمېټې نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دې هېواد کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو کچه د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه لوړه شوې. یادې کمېټې زیاته کړې، اوس په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.