د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده. دغې کمېټې پرون پر خپل ویب سایټ کې لیکلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، اقتصادي بحران چې د لوږې اصلي دلایلو څخه دي، رامنځته شوی دی.

د ژغورنې کمېټې ویلي، افغانستان کې اقتصادي بحران د ۲۰ میلیونه کسانو بقا ګواښوي، داسې حال کې چې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر هم ۳۳ سلنه زیات شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یوې خبرپاڼه کې ویلي: «۴۳سلنه افغانان همدا اوس په ورځ کې یوازې په یوه وخت خوړو ګوزاره کوي. د خوړو بیو لوړېدو په دلیل د افغان کورنیو د پور سطحه د لوړېدو په حال کې ده. د ماشومتوب عمر کې ودونه، د ماشومانو درانه کارونه او د بدن غړو د پېر او پلور رپوټونه هم اندېښمنوونکي دي.»

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره پر یو لړ طرحو کار کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «خلکو ته د کار رامنځته کولو او ښه خوراک لپاره، موږ کوچنیو سوداګریو ته لومړیتوب ورکوو. موږ یوه طرحه لرو چې د بهرنیو مرستو د جلب ترڅنګ، د بشري‌ مرستو ملاتړ هم وکړي.»

په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان وايي، د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره د مشخصې پالیسۍ نه‌شتون هېواد کې د بحران رامنځ ته کېدو لامل شوی دی.

کارپوهان هېواد کې د اقتصادي بحران د دوام ناوړه پایلو څخه خبرداری ورکوي او وايي، د اقتصادي بحران ژورېدل، اقتصادي انزوا له ځانه سره لري. اقتصادي کارپوهانو ایرج فقیري وايي چې د راتلونکي پربنسټ، د سمې تګلارې د نه‌شتون له امله هېواد کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو بل کارپوه تاج محمد تلاش هم وايي چې ګاونډي هېوادونه د ناقانونه کډوالو د ورتلو د خپلو هېوادونو امنیت ته سخت اندېښمن دي. د نوموړي په وینا، د افغانستان اقتصادي سېسټم به یو ځل بیا کمزوری شي او منزوي به شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان ۹.۵ میلیارد ډالره شتمنۍ د امریکا له خوا کنګل شوې او د بشردوستانه مرستو لړۍ هم محدوده یا ټکنۍ شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام