د رسنیو ملاتړي بنسټونه د هېواد روان وضعیت او پر رسنیو د بندیزونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د رسنیو مزل له ګواښونو سره مل دی او په دې موده کې لا هم د ګواښ پر پوله خپل مزل کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا «نی» رییس عبدالمجیب خلوتګر سلام‌وطندار ته وایي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر رسنیو محدودیت ډېر شوی او خبریالان له سترو ګواښونو سره مخ شوي دي. خلوتګر زیاتوي، له یوه پلوه طالبان پر رسنیو فشار زیات کړی او له بل لوري حکومت په دې هڅه کې دی چې د رسنیو ژبه ګونګه کړي او خپل زور او ځواک وښايي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه: «د تېرو شلو کلونو په پرتله اوس مهال رسنۍ تر ټولو خراب وضعیت کې دي. طالبان چې کله یوه سیمه نیسي هلته رسنۍ نشته دوی پرته له دې چې طالبان ورته ووایي په خپله رسنۍ بندوي. ځکه طالبان ازاده رسنۍ نه پېژني. د افغانستان حکومت هم په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه کوښښ کوي چې رسنیو ته خپل قدرت ور وښايي او پر رسنیو بندیزونه ولګوي چې دا د بیان ازادۍ لپاره یو ستر ګواښ دی.»

په همدې حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هم پر رسنیو په ځانګړې توګه پر محلي رسنیو د بندیزونو له لګولو خبر ورکوي او وایي چې په ولایتونو کې دغه رسنۍ د طالبانو تر فشار لاندې دي او اړ دي چې خپل فعالیتونه د طالبانو له قوانینو او مقرراتو سره سم جوړ کړي. دغه بنسټ همداراز وایي چې د محلي رسنیو خپرونې د طالبانو له لوري څارل کېږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې مسوول صدیق‌الله توحیدي وویل: «د بیان ازادي په ډېر ګواښوونکي وضعیت کې ده چې له بده مرغه نه حکومت او نه هم طالبان زمونږ د همکارانو د خوندیتوب او امنیت د ټيڼګښت توان لري. دوی رسنیو ته په ازاده توګه د فعالیت اجازه نه ورکوي. دغه ډول کړنې چې په دې وروستیو کې ډېرې شوي، دا اندېښنه ډېره کړې چې ښايي افغانستان کې د ازادو رسنیو فعالیتونه ورو ورو ودرېږي او دغه هېواد ۲۰۰۱ کلونو ته ور وګرځي.»



 په ولایتونو کې د محلي رسنیو مسوولان د یادو اندېښنو په تاییدولو سره وایي چې د رسنیو راتلونکې ګونګه ده او له یوه بې برخلیک وضعیت سره مخ دي. دوی وایي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ګواښونو او نامعلوم وضعیت له امله اړ شوي چې خپل کارکوونکي له دندو ګوښه، څو د وضعیت په خرابېدو سره د دوی ژوند له ګواښ سره مخ نه شي.

په کاپیسا ولایت د محلي رسنۍ یو مسوول  عبدالمطلب حامد د رسنیو وضعیت زړه بوږنوونکی بولي او وایي چې د کار د دوام لپاره هېڅ تضمین نه لري. د نوموړي په وینا، د طالبانو له لوري د فشارونو سربېره د حکومت خبرداري هم په یو ډول د بیان ازادي ځپلې ده.

مو غوښتل په دې اړه د حکومت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره-سره بریالي نه شو.

سلام‌وطندار پر ټویتر هم وڅارئ

دغه اندېښنې په داسې حال کې را ولاړېږي چې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري بریدونو زور اخیستی چې له امله ګڼ شمېر ولسوالۍ د دې ډلې تر ولکې لاندې راغلي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې پر رسنیو بندیزونه لګولي او یا یې هم تړلي دي.

 د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی» د شمېرو له مخې، تراوسه د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ۲۰ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي. همداراز په یو‌شمېر رسنیو د طالبانو له لوري قوانین او مقررات وضع شوي چې د دغو رسنیو د خپرونو څرنګوالی د دې ډلې له لوري څارل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام