په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرې اترې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، خو تر اوسه د دواړو لوریو د مرکچیانو له لوري په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي نن پر ټویټر لیکلي چې ځینې کسان د سولې خبرو د ځنډولو لپاره پلمې لټوي.

په دغه ټویټ کې لیکل شوي: «رښتینې خبرې اترې د سولې په نیت او د دواړو مرکچي پلاویو په ملي او دیني مسوولیت پورې تړلې دي، افغانان باید خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي او له نورو سره دې نه تړي. د خلکو د وژنې پړه، د هغه چا پر غاړه ده چې د مذاکراتو په ځنډولو سره د ناروا جګړې د غځولو لپاره پلمې لټوي.»

په قطر کې د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړی غلام‌فاروق مجروح وايي، د طالب ډلې مرکچي پلاوی به د سولې خبرو په لومړي پړاو کې هم کله خبرو ته نه حاضرېدل او کله به یې پلمې کولې.

د هغه په وینا، د سولې خبرو ځنډولو لپاره د طالبانو د پلمو لټولو یو دلیل هغه ستونزې دي چې خپله طالبان په‌کې بند پاتې دي. نوموړی هیله څرګندوي چې مقابل لوری یې ژرترژره خپلې ستونزې حل او د سولې مخامخ خبرو ته را وړاندې شي.

د سولې خبرو کې ځنډ د ولسي جرګې له توند غبرګون سره هم مخ شوی دی.

د ولسي جرګې غړي سیدصدیق حسن‌زاده وايي، د دولت د مرکچي پلاوي یوشمېر غړي د خبرو له جزیاتو خبر نه دي؛ ځکه په وینا یې، ضد او نقیصې خبرې کوي.

هغه د سولې خبرو کې پر ځنډ نیوکه وکړه او ویې ویل، دواړه خواوې له دې پرته چې یوې لومړنۍ هوکړې ته ورسېږي، د خبرو مېز ته حاضر شول او اوس د سولې پروسې ځنډولو لپاره پلمې لټوي.

د ولسي جرګې یو بل غړی عبدالقادر قلاتوال وايي، په قطر کې د سولې خبرو له پیل سره هم‌مهاله په هېواد کې جګړه هم تېزه شوې ده. د نوموړي په وینا، هغه کسان چې سوله نه غواړي، باید خلکو ته معلوم شي.

د سولې خبرو کې ځنډ او ګونګتیا ولسي جرګه اړ کړې چې خپله د سولې په اړه د یوې طرحې جوړولو لپاره لاس په‌کار شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د جرګې د رییس په مشري یو ۲۰ کسیز کمېسیون جوړېږي چې د سولې په اړه طرحه جوړه کړي.

د رحماني په وینا، د دولت د سولې ۲۱ کسیز پلاوي له ډلې یوازې ۳ کسان د خبرو له جزیاتو خبر دي او پاتې نور خپل چکرونه وهي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د ملي روغې جوړې له رییس عبدالله عبدالله سره کتلي او د تاوتریخوالي پر ډېروالي او اوربند باندې یې بحث کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام