ولسي جرګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې جرګې د غړي محمد عارف رحماني هغه ادعا چې د رسنیو پر وړاندې د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج د خبرداري په اړه یې کړې وه، رد کړه.

د ولسي جرګې د خبرپاڼې پراساس چې د دې جرګې د عمومي رییس میر رحمان رحماني په فېسبوګ‌پاڼه کې خپره شوې پکې ویل شوي چې په ولسي جرګې کې د ملي امنیت عمومي رییس د چهارشنبې ورځې په ناسته کې، د رسنیو د بیان پرازادۍ محدودیت او پر رسنیزو فعالیتونود بندیزونو په اړه هېڅ راز خبرې نه دي شوي.

د ولسي جرګې په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د سراج په خبرو کې پر رسنیو، مطبوعات، بیان ازادۍ او د سیاستوالو او د چارو کارپوهانو د نظرونو د څرګندولو په اړه خبرې نه دي شوي او د نوموړي له څرګندونو څخه ناسم تعبیراخیستل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د ولسي جرګې د تړلو دروازو ترشاه د بحثونو څخه پرده پورته کول، دې جرګې ته د درناوي، قانون او د جرګې د داخلي وظایفو له اصولو سره په ټګرکې دی. ولسي جرګې ټينګار کړی چې: « هېڅوک نه باید د جرګې پټې جلسې ناسم تعبیر کړي، ځکه دغه کارعمومي افکارو ناوړه کړنو ته هڅولی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه ولسي جرګې د امنیتي ادارو لوړپوړي چارواکي له هغې ډلې د ملي امنیت عمومي رییس احمد‌ضا سراج هېواد کې د ناامنیو د ډېروالي په تړاو ولسي جرګې ته وربللي وو. د ولسي جرګې غړي محمد عارف رحماني د دې ناسته له بهیره د ملي امنیت عمومي رییس څرګندونې په خپل ټویټرکې خپرې کړي.

محمد عارف رحماني د ملي امنیت عمومي رییسد خبرو په حواله لیکلي و: «زمونږ مطبوعات، سیاستوال او د چارو کارپوهان د دښمن رواني جګړې باید په نظر کې ونیسي، هغه کسان چې له ترهګرو سره اړیکه نیسي او د هغوی په ګټه تبلیغات کوي، له هغوی سره د یوه ترهګرپه توګه چلن کوو.»



د ولسي جرګې دغه غړي ادعا کړې چې د ملي امنیت عمومي رییس ویلي دي: «د طالبانو په ګټه د یو‌‌شمېر ټلویزیونونو تبلیغات حیرانوونکي دي. دا د بیان ازادي نده، له بیان ازادي ناسمه ګټه اخیستل دي چې مونږ یې نه شو زغملی.»

له دې سره هم‌مهاله، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټرکې رسنیو ته خبرداری ورکړی، نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي چې له څو ورځو راهیسې یو‌شمېر رسنۍ  یو اړخیز څپرونې کوي.

ذبیح الله مجاهد د دې نشراتو ترشاه د ملي امنیت عمومي ریاست لاس بولي او خبرداری یې ورکړی چې د رسنیو او خبریالانو له لوري «ناسم او د درغو» خبرونو په خپرولو سره د دوی پر وړاندې به د دې ډلې د وروستي اقداماتو مسوولیت، د رسنیو د مسوولانو او کارکوونکو پر غاړه وي.

 د ولسي جرګې د دې غړي له څرګندونو وروسته، د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپروولو سره ویلي چې د ولسي جرګې په ناسته کې د رسنیو په اړه د احمد‌ضیا سراج له خبرو ناسم تعبیر شوی او په دې برخه کې خپرې شوې اوازې دې ادارې پورې تړاو نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام