وسله والو طالبانو لغمان کې د امنیتي ځواکونو۷ پوستې سقوط کړي

یوه حکومتي باوري سرچینه وايي، وسله والو طالبانو له نیږدې یوې اونۍ راهیسې الینګار کې پر حکومتي پوستو بریدونه پېل کړي چې تر اوسه دغې ډلې د یوه مرکز په ګډون  ۷پوستې له مرګ، ژوبلې پرته نیولي دي.
تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور پوستې، د ملي پولیسو دوه او یو ټولی، طالبانو نیولی دی.

سټولټنبرګ: له افغانستانه د ناټو وتل، د دغه هېواد څخه د ملاتړ د پای په مانا نه دي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرک وایي، له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموریت د وتلو لړۍ پېل شوي او وتل یې له افغانستان سره د اړیکو د پای په مانا نه ده.

سټولټنبرک دغه څرګندونې پرون د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو په ناسته کې وکړې. نوموړي ټيڼګار وکړ چې د ناټو غړي هېوادونه په دې اړه په سلاه مشورو بوخت دي چې څنګه کولای شي د امنیتي ځواکونو د مالي او رونیز ملاتړ له لارې له افغانستان سره خپلو اړیکو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

عامې روغتیا وزارت: کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې یې ۲زره او ۳۰۰ پېښې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي دي. د دغه وزارت د خبر له مخې، په دې موده کې د کورونا ویروس له کبله ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۰۰ نور کسان پر دې وبا تازه اخته شوي دي.

ولسي جرګه: د ملي امنیت رییس پر رسنیو د بندیز لګولو په اړه خبرې نه دي کړي

ولسي جرګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې جرګې د غړي محمد عارف رحماني هغه ادعا چې د رسنیو پر وړاندې د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج د خبرداري په اړه یې کړې وه رد کړه.

د ولسي جرګې د خبرپاڼې پراساس چې د دې جرګې د عمومي رییس میر رحمان رحماني په فېسبوګ‌پاڼه کې خپره شوې پکې ویل شوي چې په ولسي جرګې کې د ملي امنیت عمومي رییس د چهارشنبې ورځې په ناسته کې، د رسنیو د بیان پرازادۍ محدودیت او پر رسنیزو فعالیتونود بندیزونو په اړه هېڅ راز خبرې نه دي شوي.