د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې یې ۲زره او ۳۰۰ پېښې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي دي. د دغه وزارت د خبر له مخې، په دې موده کې د کورونا ویروس له کبله ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۰۰ نور کسان پر دې وبا تازه اخته شوي دي.

دا پېښې په ۲۰ ولایتونو کې ثبت شوي او په یوه شپه او ورځ کې له کورونا ویرووس ۵۸ کسان بېرته رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کورونا ویرووس له پېل څخه تردا مهاله یې په ټول هېواد کې ۴۱۷زر او ۲۸۳ کسان چې پر کورونا وبا د اخته کېدو شک پرې کېده، کتلي چې له ډلې یې ۶۱زره او ۷۵۵ کسان پر کورونا اخته شوي او ۲زره او ۶۸۳ کسان یې له امله مړه شوي دي. په همدې حال کې نږدې ۵۴زره او ۱۹ کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو بېرته ترې رغېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت مسوولان د کوچني اختر په درشل کې د کورونا ویرووس له امله د مړو او پر دې وبا د اخته کسانو د شمېر له ډېروالي څخه خبرداری ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زي سلام‌ړوطندار ته ویلي چې پرکورونا ویرووس د اخته کسان شمېر د وړمې اوونۍ په پرتله له ۵۰ تر۶۰ سلنه ډېروالي موندلی دی. د هغه په خبره، په روانه اوونۍ کې له ۲۵۰ تر۳۸۰ پورې پرکورونا ویرووس اخته نوې پېښې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې دا شمېرې په وړمه اوونۍ کې د ورځې له ۱۲۰ تر۱۸۰ پېښو پورې رسېدې.



د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال د کوچني اختر په درشل کې پر کورونا ویرووس د اخته کسان د پېښو ډېروالی د اندېښنې وړ بولي او له خلکو غواړي چې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې په اخترکې لیدنې او تګ راتګ بند کړي.

په نړۍ کې هم تردا مهاله، له ۱۵۶میلیونه او ۷۴۲ زره کسان پر دې وبا اخته شوي دي. له دې ډلې، له ۳میلیونه او ۲۷۰زرو زیات کسان مړه شوي او له ۱۳۴میلیونه او ۱۴۴زرو ډېرله دې وبا بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سرکې دي چې د کورونا ویرووس زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي. له دې سره، امریکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د کورونا له امله پکې ډېرکسان مړه شوي دي. په امریکا کې تراوسه د کورونا وبا له امله ۵۹۴زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام