Asset 1SWN

وسله والو طالبانو لغمان کې د امنیتي ځواکونو۷ پوستې سقوط کړي

لغمان-min

یوه حکومتي باوري سرچینه وايي، وسله والو طالبانو له نیږدې یوې اونۍ راهیسې الینګار کې پر حکومتي پوستو بریدونه پېل کړي چې تر اوسه دغې ډلې د یوه مرکز په ګډون  ۷پوستې له مرګ، ژوبلې پرته نیولي دي.

تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور پوستې، د ملي پولیسو دوه او یو ټولی، طالبانو نیولی دی.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو الینګار ولسوالي کې د ادهار پل پوسته، ګنګل او منګو سیمه کې د محل اردو یو ټولی نیولی او سرتیري یې د قومي مشرانو په منځګړېتوب ولسوالي ته ورټول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الینګار ولسوال نصیراحمد همت وايي، دوی نه پوهېږي چې له مقاومت او تلفاتو ورکولو پرته د پوستو پرېښودلو تر شاه څه کیسه شوې خو په وینا یې، له ډزو وروسته قومي مشران د منځګړي په توګه ورځي پوستې طالبان نیسي او سرتيري یې خوشې کېږي.

د لغمان د ولایتي شورا غړی ګلزار سنګروال وايي، تر اوسه په الینګار کې د طالبانو له لوري نیول شوې پوستې له مرګ او ژوبلې پرته د هغوی لاس ته ورغلي دي. دی وايي، اوس د ولسوالي شاوخوا څو پوستې هم د طالبانو په محاصره کې دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په خپل ټویټر  یوه تازه پيغام کې ویلي، د لغمان الینګار کې یې « د منګسو سیمې لویه مرکز او د کهنه ګل سیمې پوسته» نیولې او ۱۴ حکومتي عسکر یې پکې ژوندي نیولي دي.



مجاهد ویلي، له دغو پوستو ګڼ‌شمېر وسلې د دوی لاس ته  لوېدلي دي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل رسنیو ته په یوه لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې د الیشنګ او  دولت شاه تر څنګ به ژر د الینګار حالت هم تر کنټرول لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هېواد په شمال بغلان ولایت کې هم امنیتي ځواکونو له جګړې پرته وسله‌والو طالبانو ته د دې ولایت بورکه ولسوالي پريښې او په مرکزي بغلان ولسوالي کې یې دغې ډلې له ۱۰۰ زیات امنیتي ځواکونه تسلیم شوي او وسلې او پوځي تجهیزات یې دې ډلې ته په لاس ورغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام