د سولې په خبرو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه ډله به هلته خپله وسله پر ځمکه کېږدي چې په کابل کې د ټولو ښکېلو لوریو له خوا د منلو وړ یو حکومت رامنځ ته شي او د غني حکومت هم له منځه تللی وي.

نوموړی وایي چې دوی د واک پر انحصار باور نه لري او په تېرو وختونو کې دا ثابته شوې چې هر دولت د واک پر انحصار تکیه کړې، بریالي دولتونه نه وو. د هغه په وینا، له همدې کبله دغه ډله نه غواړي چې دغه تاریخ له سره بیا تکرار کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روان میلادي کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په دې موده کې یې ګڼ‌شمېر ولسوالۍ او د هېواد مهم بندرونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

په ورته مهال شاهین ویلي چې طالبانو ته د دغې شمېر ولسوالیو نیول ناشوني وو او دغې ډلې دغه شمېر ولسوالۍ د خلکو په منځګړیتوب نیولي دي.

له دې سره هم‌مهاله د امریکا لوی درستیز مارک میلي په یوې خبري غونډه کې چې روانه اوونۍ جوړه شوې وه، وویل چې  طالبان د زور له لارې نه شي کولای پر افغانستان ولکه ټينګه کړي.

په همدې حال کې سهیل شاهین له اسوشیټډپرس سره په دغه مرکه کې پر ولسمشر غني نیوکه کړې او هغه یې د جګړې سوداګر بللی دی. د هغه په خبره، ولسمشر غني د جګړې دوام غواړي او د لوی اختر په وینا کې یې د طالبانو پر وړاندې د تازه عملیاتو په اړه څرګندونې د نوموړي د نیت ښکارندویي کوي.



نوموړي په دغه مرکه کې څرګنده کړې چې دغه ډله له نظامي لارې د پلازمېنې کابل د نیولو لپاره پلان نه لري او تراوسه یې  هم د ولایتونو د مرکزونو د نیولو په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

تېره اوونۍ د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري له طالبان سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ چې په دغه لیدنه کې د سولې خبرو پر دوام، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي او د عامه تاسیساتو د ساتنې په اړه د دواړو پلاوي له لوري ژمنې وشوې.‎

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام