د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي.

په دغه سفر کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس سره د دغه سازمان د مدیترانې د ختیځې حوزې رییس، د ختیځې مدیترانې د بېړني وضعیت رییس او د ختیځې مدیترانې لپاره د پولیو مسوول ملګرتیا کوي.

سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې تدروس ادهانوم په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د دغه هېواد ترڅنګ ودرېږي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او د دغه سازمان لوړپوړي چارواکي د مدیترانې ختیځې حوزې یوه هېواد ته سفر کوي.

دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته نړیوال بانک له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلې مرستې پرې کړې. ویل کېږي چې افغانستان ته د روغتیا نړیوال سازمان د رییس سفر د دغو مرستو د دوام په اړه شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام