امریکا او طالبان په دوحه کې مخامخ خبرې کوي

د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی به د طالبانو له استازیو سره نن د قطر په دوحه کې لیدنه وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی له طالبانو سره لیدنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.