په بامیانو کې د اغا خان پراختیا بنسټ د روغتیايي خدماتو مسوول حسین مستمندیار وایي چې له افغانستان سره د نړۍوال بانک د مرستو درېدو سره هممهاله په دغه ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو برخه د بودیجې له کمښت سره مخ شوې.
که څه هم مستمندیار هیلهمندي ښيي چې د اغاخان پراختیا بنسټ د روغتیا څانګه چې د دغه ولایت نږدې ۹۰سلنه د روغتیايي خدمتونو د واړندې کولو مسوولیت پر غاړه لري، کولای شي د دغې څانګې په بودیجې سره یې فعاله وساتي، خو نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، په اوږد مهالي توګه دغه بنسټ هم نه شي کولای چې د نړۍوال بانک له مرستو پرته خپل پروګرامونو ته دوام ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په بامیانو کې د اغا خان پراختیا بنسټ د روغتیايي برخې مسوول زیاتوي چې اوس د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو چارې په عادي او منظمه توګه روانې دي.
د نوموړي په باور، که چېرته نړۍوال بانک یوځل بیا له افغانستان سره خپلې مرستې پیل نه کړي او یا هم کوم بل تمویلوونکی پیدا نه شي، په راتلونکي کې به د روغتیایي خدماتو وړاندې کول، له ننګونو سره مخ شي.
- بامیان؛ یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا واکسین له لګولو وروسته مړ شوی
- د بامیان د عامې روغتیا رییس د فساد په تور نیول شوی
- حکومت ته د بامیان معترضان؛ «د صبر کاسه نسکوره ده»!
د اغاخان بنسټ د روغتیايي برخې د مسوولانو په وینا، د طالبانو له لوري د بامیانو ولایت له دوه ورځې وروسته د روغتیايي برخې ښځينه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته ګرځېدلي. خو پر بامیانو د طالبانو د ولکې په لومړیو ورځو کې، یوازې د دغه سازمان ۱۰ کمپیوټرونه او ۵ عراده موټر غلا شوي وو چې موټر د طالبانو په مرسته بېرته موندل شوي او کمپیوټر لا هم ورک دي.
د اغاخان پراختیا بنسټ د روغتیايي برخې مسوولان همداراز د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، د خوړو چمتو کولو او د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د طالبانو له لوري د ژمنو خبر ورکوي.