د روغتیا نړیوال سازمان نن د افغانستان روغتیايي وضعیت په اړه په یوې انلاین ناسته کې وویل چې دغه هېواد د روغتیا په برخه کې د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او همداراز بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی دیپانګ لوو وايي، د وروستیو تحولاتو پرمهال افغانستان په روغتیايي برخو کې د ګڼو ستونزو سره مخ شوی او روغتیايي تجهیزاتو ته لاس رسۍ ګران شوی دی.

هغه زیاته کړه: «له تېرو څو ورځو راهیسې په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي بدلونونو له امله، ډېر شمېر روغتیايي امکاناتو ته لاسرسی نه لري، ناروغانو او ټپیانو ته د تجهیزاتو برابرولو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان ملاتړ او مرستې له ستونزو سره مخ شوي دي.»



د سیمې په کچه د روغتیا نړیوال سازمان رئیس احمد المندري وايي، په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ پرمهال به هم د روغتیا نړیوال سازمان خدمات دوام ولري او یاد سازمان له افغانستان سره په روغتیايي برخو کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

هغه وویل: «زمونږ اساسي پیغام دا دی چې مونږ دلته پاتې کېږو او خدمتونه وړاندې کوو او ډاډ ورکوو چې د امنیتي ستونزو سره سره به پاتې شو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر کابل او ولایتونو د طالبانو تر ولکې وروسته، روغتیايي خدماتو ته لاسرسۍ له ستونزو سره مخ شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر اساس، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله افغانستان ته د روغتیايي تجهیزاتو انتقال هم له ستونزو سره مخ شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام