Asset 1SWN

نړيوال بانک افغانستان سره کورونا واکسين پېرلو لپاره ۱۱۳ میلیونه ډالره مرسته کوي

Vaccine-4-p4foss6k4nbq9a5brj9a9hphx2jp30k2s6bwyc6npw

نړیوال بانک وايي، له کورونا ويروس سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د چټک او مساوي لاس رسي برخه کې له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو مرسته کوي چې له مخې به يې د افغانستان تر ۱۷ سلنه زیات خلک د کورونا واکسین ترلاسه کړي.

له نړيوال بانکه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د نړیوال بانک مدیره هيات د نړیوالې پراختیایي ادارې چې د نړۍ له خورا بې‌وزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو د تیارولو څانګه ده، د افغانستان له دولت سره د کووېد-۱۹ واکسین د پېر او تطبیق لپاره ۶۰ میلیونه ډالره نوې مرسته تصویب کړه.

نړيوال بانک وايي، دغه بلاعوضه مالي مرسته چې ټوليز ارزښت یې ۱۱۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي، له کورونا سره د چټکې مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سيسټم د چمتووالي پروژې له لوري به مصرف شي.

دغه مالي بسته کې ۵۰ میلیونه ډالر د افغانستان د بیارغونې صندوق او ۳ میلیونه ډالره د انرژۍ سکټور د مدیریت پروګرام بلا عوضه مرسته هم شامله ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې مالي مرستې په واسطه به د افغانستان تر ۱۷ فیصده زیات خلک د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړي.

افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هېنري کرالي په دې اړه ويلي:« نړیوال بانک د افغانستان د دولت له نورو پرمختیایي شریکانو سره یوځای د کووېد-۱۹ ویروس پر وړاندې د اغېزمنې مقابلې، د ټېسټونو او درملنې ظرفیت د لوړاوي او د افغانستان د عامې روغتیا سيسټم د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه همکاري کړې ده. اوس دغه مالي مرسته، د افغانستان میلیونونه اوسېدونکيو ته په موقع او مساوي ډول د کووېد-۱۹ واکسین رسولو په برخه کې یو مهم ګام شمېرل کېږي.»

نړيوال بانک وايي، اسیا پراختیايي بانک هم ۱۱ سلنه افغانانو ته د کورونا ضد واکسین پېري چې په وینا یې د نړیوال بانک د مرستو په زیاتېدو سره به ۵۰ سلنه افغانان د کورونا ضد واکسین تر لاسه کړي.

د افغانستان لپاره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو مالي مرسته یوه له هغو درېیو پروژو ده چې لومړي پړاو کې په جنوبي اسیا کې د کووېد-۱۹ واکسین د چمتو کولو هڅو د ملاتړ لپاره تصویبېږي.

همدارنګه نن د نړیوال بانک مدیره هیات د بنګله‌دېش لپاره د نړیوالې پراختیایي ادارې ۵۰۰ میلیونه ډالره او د نیپال لپاره ۷۵ میلیون ډالره مالي مرسته تصویب کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام