Asset 1SWN

‎افغانستان کې د کورونا واکسین د تطبیق بهیر پيل شو

vac-1-p3a43n4ly444dq6iy5i0erh5ox1z645jg18wcrjvyg

افغانستان کې نن د کورونا واکسین د تطبیق بهیر په رسمي توګه پيل شو. د کورونا واکسین د تطبیق پرانیستو مراسمو کې د دغه واکسین لومړني ډوزونه امنیتي ځواکونو، روغتیايي کارکوونکيو او خبریالانو ته تطبیق شول.

‎ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د کورونا واکسین د تطبیق په اړه جوړو شویو مراسمو کې له امنیتي ځواکونو مننه وکړه او ویې ویل، پر امنیتي ځواکونو د ياد واکسین تطبیق امنيتي ځواکونو ته د حکومت او ملت د ژمنتیا نښه ده.

‎ولسمشر وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو  ګواښ لا هم موجود دی او باید دا ویروس جدي وګڼل شي.

جمهور رييس زياته کړه، د کورونا واکسین لومړی پړاو پر ۵۰۰زره ډوزه واکسينو پيلېږي او مسوولانو ته لارښوونه شوې چې دغه واکسین په عادلانه توګه ووېشي.

د عامې روغتيا سرپرست وحید مجروح وايي، افغانستان وکولای شو لکه پرمختللي هېوادونه کورونا مهار کړي.

مجروح وايي، هېواد کې د کورونا واکسين تطبیق پيسې او قدرت نه دی بلکې پر مستحقو کسانو لکه، سرتېري، روغتيايي کارکوونکي او خبريالانو چې د هېواد له دښمنانانو سره مبارزه کوي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، تطبيقېږي.

هندوستان افغانستان سره د دلوې مياشتې په شپږمه نېټه ۵۰۰ زره ډوزه واکسين مرسته وکړه.

له دې وړاندې د عامې روغتيا وزارت ويلي و، په دې سره به ۲۵۰زره کسان واکسين شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام