ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر د امریکا متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو له لوی درستیز مارک میلي سره په ارګ کې لیدلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، دواړو لوریو په یاده لیدنه کې د سولې خبرو اترو، د تاوتریخوالي پر کموالي او اوربند خبرې او ټینګار کړی دی.

د نوموړي په وینا، دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه هم خپلې اندېښنې ښودلې دي.

هغه وايي، د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس وېلسن، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او ځینې نور دولتي چارواکي هم وو.

ولسمشر دغه راز له د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېروالي غږېدلی او دواړو لوریو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

عمران خان په دغو ټیلیفوني خبرو کې له ولسمشر غني سره ژمنه کړې چې هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي او اوربند کولو په برخه کې مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام