Asset 1SWN

افغان دولت د امریکا له نوي ولسمشره د سولې خبرو د بیاکتنې غوښتنه وکړه

danish-1-oy5ppjcaq5mcqkcofaaey0fawa7gzgru5oz2wlfs7o

 

په داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو د امریکا له نوي ولسمشره د قطر تړون ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې، د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن «په محلونو کې د اطلاعاتو پروسې پیاوړي کولو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې په کابل کې یوې غونډې ته خبرو کې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا له نوي حکومت وغوښتل چې په دوحه کې د افغان سولې روانو خبرو اترو پروسې ته له سره کتنه وکړي.

دانش یو ځل بیا طالبان د سولې په خبرو کې د پرمختګونو پر وړاندې خنډ وګڼل او ويې ویل، طالبان لاهم پر خپل جګړه‌ییز دریځ ټینګار کوي او له سوله‌ییزو لارو د افغان جګړې پر پای ته رسولو باور نه لري.

د ولسمشر د دویم مرستیال په خبره، طالب وسله‌وال د سولې په خبرو کې د نرمښت او انعطاف نه لرلو له کبله د دغو خبرو د ځنډ او انسداد اصلي عوامل دي.

دانش دغه راز وویل، د دوحې د سولې په خبرو کې ځنډ او بن بست لامل شوی چې د افغانستان خلک د حکومت د سولې پر پروسې بې باوره شي.

د ولسمشر دویم مرستیال یو ځل بیا پر طالبانو تور پورې کړ چې د سولې خبرو د پرمختګ مخه نیسي او د طالبانو د هغو بندیانو ډېره برخه بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي چې د سولې لپاره د ښه نیت په موخه د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوي وو.

دغه خبره د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له خبرو هم څرګندېږي.

صالح نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې پر کابل پوهنتون برید کوونکيو د برید په پای کې خپل لاسونه په بمونو الوځولي ترڅو څرګنده نه شي چې دغه کسان پخوا بایومټریک شوي او د دولت له خوا خوشې شوي کسان وو.

که څه هم د طالبانو ویاندویانو د سرور دانش او امرالله صالح د خبرو په اړه نظر نه دی څرګند کړی؛ خو د طالبانو یوه ویاند د فرانسې له خبري اژانس سره خبرو کې ویلي چې هغوی د امریکا له نوي ولسمشره تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوي تړون ته ژمن پاتې شي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام