یو‌شمېر خبریالان وايي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې خپل رسنیزو فعالیتونو ته په اندېښنه کې دي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. 

دغه خبریالان زیاتوي چې څوک ورته پام نه کوي او که چېرته ور څخه ملاتړ ونه شي، اړ دي چې خپل مسلک پرېږدي. خبریال سید معروف سعیدي وايي چې په ټوله کې د رسنیو وضعیت ناهیلی کوونکی دی او که چېرته دغه وضعیت دوام وکړي، رسنۍ به له فعالیت څخه ولوېږي او په هېواد کې به اطلاع رسونه له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په همدې حال کې یو بل خبریال خان ولي احمدزی بیا وايي چې د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته نه رسېدنه او د رسنیو نامعلوم راتلونکي، اندېښنې راپارولي دي.

هغه وویل: «زما په گدون گن شمیر خبریالان چی اوس به ولایتونو کی کار کوو روزانه پیشی انعکاسوو رپوتونو پسی، د تیر په شان وزو او کار ترسره کوو رشتیا چی اندیشنی لرو چی د کوم رسنی چی مونژ کار کوو د هغوی راتلونکی نامعلومه ده د ژورنالستانو راتلونکی هم نامعلومه ده.»

د اسلامي امارت مسوولانو په دې اړه د سلام‌وطندار پوښتونو ته ځواب ورنه کړ، خو د ژورنالستان د رسنیو ټولنې مسوول مسرور لطفي وايي چې د خبریالانو وضعیت ښه‌والي په اړه یې هڅې روانې دي او ډېر ژر به ورته د  حل لار پیدا کړي.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې روانې دي، څو د یوه مکانیزم په جوړولو سره هوکړې ته ورسېږي او د هغه تر چتر لاندې هم د خبریال حق ورکړل شي او هم له رامنځ ته شوي وضعیت څخه مخنیوی وشي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

هغه وویل له دې لارې به اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شي او څوک به پر خبریالانو د لاس پورته کولو حق ونه لري.

له دې وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل تازه رپوټ کې ویلي وو چې د افغانستان وضعیت د خبریالانو لپاره د خرابېدو په حال کې دی او په روان کال کې په سلګونه خبریالانو دغه هېواد پریښی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام