ننګرهار کې د شوکاڼي کانونو د کیندنو پیل؛ ۴۰ زره کسان به پر کار بوخت شي

ننګرهار کې د شوکاڼي کوچني قراردادونه چې لسګونه زره کسانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې کړي، بیا پیل شول. د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه شته چې په تېر کې یې هم د کیندنو قراردادونه شوي وو، خو تېر حکومت یې کارونه د فساد او قاچاق له کبله ځنډولي وو. تازه اسلامي امارت یو ځل بیا د دغو کانونو د کیندنو چارې پیل کړي.

تخار کې د معاشونو نه ورکړې په اړه د ډاکټرانو شکایت

د تخار د مرکز تالقانو ښار د دوه‌سوه بستریز روغتون روغتیايي کارکوونکی محمدصابر وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او د ژمي را رسېدو او د خوراکي او سوندتوکو د بیو لوړېدو له کبله ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
د هغه په خبره، خپلې ستونزې یې د تخار د روغتیا ریاست او د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکې کړي او تمه ده چې حل یې کړي.

خبریالان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي

یو‌شمېر خبریالان وايي، پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره خپل رسنیزو فعالیتونو ته په اندېښنه کې دي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی زیاتوي چې څوک ورته پام نه کوي او که ملاتړ ورڅخه ونه شي، اړ دي چې خپل مسلک پرېږدي. خبریال سید معروف سعیدي وايي، د رسنیو وضعیت ناهیلی کوونکی دی او که چېرته دوام وکړي، رسنۍ به له فعالیت څخه ولوېږي او په هېواد کې به اطلاع رسونه له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

بامیانو کې ښځو د بې‌وزلۍ او زده‌کړو په اړه لاریون کړی

په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او مدني حرکتونو پر دوام، نن په بامیانو کې یو‌شمېر ښځو د یوه اعتراضیه لاریون پر مهال ښځو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو او په هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو د مخنیوي او پوهنتونونو او  ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه .

تاجکستان په خپله خاوره کې د چین د پوځي اډې جوړېدل رد کړل

د تاجکستان «خاور» خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د تاجکستان په خاوره کې د چین له لوري د پوځي اډې جوړول رد کړي او ویلي یې دي چې د دغه شان پوځي اډې جوړېدل په پلان کې نه لري. وړاندې ویل شوي وو چې چین غواړي د تاجکستان په خاوره کې د یوې پوځي اډې ټول لګښت ورکړي.