د تخار د مرکز تالقانو ښار د دوه‌سوه بستریز روغتون روغتیايي کارکوونکی محمدصابر وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او د ژمي را رسېدو او د خوراکي او سوندتوکو د بیو لوړېدو له کبله ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی. د هغه په خبره، خپلې ستونزې یې د تخار د روغتیا ریاست او د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکې کړي او تمه ده چې حل یې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تالقانو ښار د دوه‌سوه بستریز روغتون نرس شمس‌الرحمان وايي، د دغه روغتون یوشمېر کارکوونکي له  ناسم مالي وضعیت سره مخ دي او که اسلامي امارت د روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو معاش ور نه‌کړي، ډېری ډاکټران به هېواد پرېږدي؛ ځکه په وینا یې، اقتصادي ستونزې یې ځوروي.

د تخار د ولایتي روغتون سرطبیب حفیظ‌‌الله ساپی هم خبرداری ورکوي، که د دغه روغتون د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو معاشونه ور نه کړل شي، روغتیايي خدمتونو به له ځنډ سره مخ شي.

د تالقانو ښار د دوه‌سوه بستریز روغتون مسوول قاري برکت‌الله عمار وايي، د روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو د معاش ستونزه د تخار د عامې روغتیا رییس سره شریکه شوې او ډېر ژر به د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو څه باندې دوه میاشتې تېرېږي، خو دولتي کارکوونکو تراوسه خپل میاشتني معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام