خالد چې ۲۸ کاله عمر لري او خپل کوچنی ورور یې د زرنج ښار ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره بیولی، په دغه روغتون کې د ډاکټرانو پر بېغورۍ او د درملو پر نه موجودیت نیوکه کوي او وايي، ډاکټران د ناروغانو د درملنې په کیسه کې هم نه دي.
هغه وايي، د ناروغانو پایوازان اړ دي چې د اړتیا وړ ټول درمل د ښار په درملتونونو کې وپېري، خو په وینا یې، دوی یې د پېرلو وسه نه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نیمروز ولایت مدني فعالان هم په دغه ولایت کې د ناسم روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي. مدني فعال علياحمد عثماني وايي، خلک د درملو پېرلو او درملنې وسه نه لري او د اسلامي امارت او د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان باید د روغتیايي په برخه کې د خلکو ستونزو ته پام وکړي.
خو د نیمروز روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ډاکټران د ناروغانو درملنه کوي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.
د نیمروز د عامې روغتیا مسوول عبدالله وايي، د ډاکټرانو د معاشونو نه ورکړه او د درملو کمښت د دغه ولایت د روغتیا برخې بنسټیزې ستونزې بولي چې په وینا یې، د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
د نیمروز اوسېدونکي او مدني فعالان داسې مهال د ډاکټرانو پر بېغورۍ او په روغتونونو کې د درملو پر نه موجودیت نیوکه کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس څه موده وړاندې کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان روغتیايي سېسټم د اندېښنې وړ بللی و.