اسلامي امارت د تېر ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې په ۲۴ نېټه له خپلې لومړۍ واکمنۍ نږدې ۲۰ کاله وروسته د دويم ځل لپاره پر افغانستان بيا واکمن شو چې سبا يې د بيا واکمنېدو يو کال پوره کېږي.

تېر يو کال که څه هم د افغانانو لپاره له ستونزو او کړاوه ډک و، خو د چارو شنونکي یې د اسلامي امارت لپاره هم له ستونزو خالي نه ګڼي.

د دوی په باور اسلامي امارت خپله یوه کلنه واکمنۍ کې ونشو کړای چې سیاسي ډګر کې د اوسني عصر سره سم سياست غوره کړي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

د شنونکو په وينا، له همدې امله تراوسه د اسلامي امارت سرپرست حکومت چا په رسميت نه دی پېژندلی.

د سیاسي چارو شنونکی وحید فقیري وايي، اسلامي امارت تېر یوه کال کې خپلې هغه ژمنې عملي نه کړې چې له نړیوالو سره یې کړې وې او له همدې امله يې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

د نړیوالو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندنه د دې لامل شوې چې افغانستان کې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

ګڼو نړیوالو او داخلي پانګوالو خپلې پانګې له افغانستان ايستلي، د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې، پر افغاني بانکونو د نړیوالو باور له منځه تللی او هغه مرستې هم بندې شوي چې له دې مخکې به د افغانستان له خلکو او حکومت سره کېدلې.

خو د اقتصادي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد عبادالله ناصري د افغانستان د اقتصادي وضعیت د رغونې لپاره نړیوالې اړیکې مهمې ګڼي او زیاتوي چې افغانستان له نړیوال لاسنیوي پرته نشې کولای خپلې اړتیاوې له داخلې سرچینو پوره کړي.

خو هغه څه چې اسلامي امارت یې له تیر یو کال راهیسې د خپلو لاسته راوړنو په سر کې یادوي، پر ټول افغانستان بشپړه واکمني او سل سلنه امنیت دی.

په داسې حال کې چې په پلازمېنه او ولایتونو کې لا هم پر قومي او مذهبي لږکيو او حکومتي تاسیساتو بریدونه کېږي.د

پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی که څه هم د اسلامي امارت له لوري د امنیټ د ټينګښت په اړه ډاډ ورکوي، خو د ترهګرو ډلو شتون او د ترهګریزو فعالیتونو دوام ته اندېښمن دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بريالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام