
د جمهوريت د پرځېدو يو کال؛ نړۍ ولې تراوسه ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی؟
اسلامي امارت د تېر ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې په ۲۴ نېټه له خپلې لومړۍ واکمنۍ نږدې ۲۰ کاله وروسته د دويم ځل لپاره پر افغانستان بيا واکمن شو چې سبا يې د بيا واکمنېدو يو کال پوره کېږي.

اسلامي امارت د تېر ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې په ۲۴ نېټه له خپلې لومړۍ واکمنۍ نږدې ۲۰ کاله وروسته د دويم ځل لپاره پر افغانستان بيا واکمن شو چې سبا يې د بيا واکمنېدو يو کال پوره کېږي.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا پلټونکې ادارې يا سیګار په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د لوړې کچې ګواښونو تر نامه لاندې اتو جدي ګواښونو ته اشاره کړې چې د ناامنیو ډېرښت په کې په لوړه کچه ښودل شوی دی.
د راپور له مخې، د دوحې د سولې هوکړه او د سولې له بینالافغاني مذاکراتو وروسته سولې او د تاوتریخوالي کمښت ته د هیله مندیو سربېره، د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

په بغلان او نيمروز ولايتونو کې سرچينې وايي، د طالبانو په بريدونو کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او ۹ نور ټپيان دي.
نيمروز کې يوه سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولايت د چخانسور ولسوالۍ « هليلی» سيمه کې پر يوې پوستې ډلهييز بريد کړی چې له کبله يې ۶ پوليس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي او همداراز طالبانو د پوستې ټول تجهيزات له ځانه سره وړي دي.

د کندوز، پکتیا او فاریاب ولایتونو امنیتي او محلي مسوولان وايي، طالبان د بېپیلوټه الوتکو په مرسته نظامي ځایونه تشخیص او ځینو مواردو کې یې په امنیتي پوستو بمونه غورځولي دي.
سلاموطندار یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا کندوز کې د تصویر اخیستونکيو بېپیلوټه الوتکو له لارې نظامي ځایونو څخه د تصویرونو اخیستو او د ډرون له لوري پر ځینو دولتي ځایونو د بم غورځولو په اړه راپور خپور کړ.

کندوز ولايت کې سرچینې وايي، پر نظامي سيمو د طالبانو ډېری بریدونه د بېپيلوټه الوتکو له تصوير اخيستو وروسته کېږي.
ياد ولايت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، درې شپې وړاندې د طالبانو بېپيلوټه الوتکې د کندوز ولايت له ملي امنيت رياست نه تصويرونه اخيستل چې افغان امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او الوتکه ورکه وشوه.

له یوې خوا هېواد کې د سړو او یخنۍ فصل را رسېدلی او بله خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې هم روانې دي، خو طالبانو دغو دواړو حالاتو ته پام نه دی کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.