د کندوز، پکتیا او فاریاب ولایتونو امنیتي او محلي مسوولان وايي، طالبان د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته نظامي ځایونه تشخیص او ځینو مواردو کې یې په امنیتي پوستو بمونه غورځولي دي.

سلام‌وطندار یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا کندوز کې د تصویر اخیستونکيو بې‌پیلوټه الوتکو له لارې نظامي ځایونو څخه د تصویرونو اخیستو او د ډرون له لوري پر ځینو دولتي ځایونو د بم غورځولو په اړه راپور خپور کړ.

اوس د ملي امینت شورا وايي، طالبان نورو ولایتونو کې هم بې‌پیلوټه الوتکو ته لاس‌رسی لري او هڅه کېږي چې د دغې ډلې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي.

کندوز کې امنیتي سرچینې وايي، طالبانو ځينې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د یو شمېر کسانو او سوداګرو په مرسته امریکايي ځواکونو څخه چې څو کاله وړاندې یې بګرام کې دغه وسایل پلورلي وو، پېرلي دي.

سرچینو ویلي، یو شمېر نورې بې‌پیلوټه الوتکې ځینو تجهیزاتو سره د تاجکستان له پولې طالبانو ته پېرل شوي دي.

د سرچینو په وینا، هغه بې‌پیلوټه الوتکې چې د سرګلولو او بمونو لېږدوالو او توغولو وړتیا لري، تر ۲ سوه مټرو پورې لرې سيمه هم په نښه کولای شي.

د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې یوه امنیتي سرچینه وايي، دغو بې‌پیلوټه الوتکو تراوسه په یاسین، مموزي سیمو او په روحاني بابا کمپ بمونه غورځولي دي.

د پکتیا د امنیې قومندانۍ سرپرست لطف‌الله کامران سره له دې چې د طالبانو دغه بریدونه تاییدوي خو وايي: «نه! بې‌پيلوټه الوتکې نه دي بلکې پر ډرون کامرو به یې پر يو شمېر سيمو بمونو غورځولي وي؛ خو موږ ته د اندېښنې وړ خبره نه ده.»

د فارياب والي نقیب‌الله فایق وايي، دغه ولایت کې هم د طالبانو له خوا بې‌پیلوټه الوتکو څخه د کار اخیستو نښې لیدل شوي.

د فایق په وینا، دغه بې‌پیلوټه الوتکې بمونه نه غورځوي، خو د شپې له خوا استخباراتي معلومات ټولوي.

پرمختللو وسلو ته د طالبانو لاس‌رسی نوې موضوع نه ده دې برخه کې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام