Asset 1SWN

د کندوز ولایت پر مقام د هاوان لګېدو پېښه کې د والي ۴ ساتونکي وژل شوي

Kunduz-central-square-Ok-owsw5tg2yvexvcq3zrvfxyo32doltaf72i2zbwb6vc

 

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، طالب وسله‌والو تېر مازیګر د ولایت مقام پر ودانۍ د هاوان مرمۍ توغولې چې د والي ۴ ساتونکي په‌کې وژل شوي دي.

مرادي وويل، پېښه کې د ملکي کارکونکيو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي هم دي.

د کندوز د حوزوي روغتون مسوولان هم وايي، یادې پېښې څخه ۴ جسدونه او ۶ ټپیان ور وړل شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې یوه کره سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د هاوان مرمۍ داسې مهال د ولایت مقام پر مېلمستون توغول شوې، چې د والي یو شمېر ساتونکي، نږدې خپلوان او کارکوونکي د والیبال لوبه کوله.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام