د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې په ټپه درېدلې وې، اوس افغان چارواکي وایي چې دغه خبرې به ډېر ژر بیا ځلې پیل شي او یوې پایلې ته به ورسېږي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن پرخپله تویتر پاڼه لیکلي چې د حکومت له مرک‌چي پلاوي سره یې په کابل کې لیدلي دي او په روان وضعیت او سوله یې ورسره خبرې کړي دي.

«د حکومت مرکچي پلاوی به ډېر ژر بېرته دوحې ته ستون شي او هیله مندیم چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پیل شي افغان حکومت د دې ملاتړ کوې چې هېواد کې روان تاوتریخوالی د خبرو له لارې ختم شې او ټول تمرکز پر مذاکراتو وشي.»

په همدې حال کې د چارو یوشمېر کتونکي هم په دې باور دي چې د سولې خبرې به بیا پیل شي او شونې ده چې دا ځلې مثبتې پایلې ولري.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو شنونکی حمیدالله هوتک سره له دې چې په هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو، په ترکیه کې د جوړیدونکې ناستې له نامعلوم برخلیک او دغه راز په دوحه کې د مذاکراتو په ټپه له درېدو اندېښنه څرګند وي، خو تمه لري چې د دوحې مذاکرات به ډېر ژر بېرته پیل شي.

هوتک وویل چې شونې ده د راتلونکې دوشنبې یا سې شنبې پر ورځ به د حکومت د مذاکراتي تیم هغه غړي چې په کابل کې دي، بېرته دوحې ته ولاړ شي او خبرې به پی کړي.

 نوموړی وایې، که دا ځلې خبرې مثبتې پایلې ورنه کړي، نو هر هغه لوری چې ناغېړي وکړي د ولس له جدي غبرګون سره به مخ شي، ځکه  د نوموړي په وینا، ولس نور له جګړو ستړی شوی دی.

هغه وویل: «د تاریخ په اوږدو کې هر هغه چا ته د افغان ولسونو څپېړه ورکړې ده چی هغه افغان وژنه غواړي، هیله ده چې انشاالله د دوحې ناسته بېرته پیل شي، ښه خبر دا دی چې طالبانو نرمښت ښکاره کړی او حکومت هم ویلې دي چې مونږ چمتو یو.»



په دوحه کې د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه تمې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې وسله‌والو طالبانو جګړو ته زور ورکړی او هره ورځ د ملکیانو په ګډون په جګړه کې دواړو ښکېلو لورو څخه د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو د ودرېدو ترڅنګ، په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې چې برخلیک ټاکونکې هم ګڼل کېږي، څرک نه لږیږي. د ترکېې غونډه چې په پام کې وه د افغان سولې په تړاو د تېرې اپرېل میاشتې پر ۱۶مه نېټه د لسو ورځو لپاره جوړه شوې وای، تر نامعلوم وخته ځنډېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام