Asset 1SWN

خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري

123202608_1560972407440210_5426289297056486479_o-oxq40durkqdygypcr2xjb8yxzbozdt770a56ixjjbo

 

د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، طالبانو د سولې خبرو کې پرمختګ او د تاوتريخوالي په کمولو کې پر هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی او دا پروسه بن‌بست سره مخ ده.

نوموړي په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو سره ليدنه کې ويلي چې خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري.

سرور دانش ويلي، د افغان دولت له لوري د ۵ زره طالب بنديانو خوشې کولو ته په اشارې ويلي چې د افغان دولت او افغانانو تمه دا وه چې د بندیانو له خوشې کولو وروسته به د طالبانو له لوري تاوتريخوالی کم شي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.

د ولسمشر دویم مرستيال زياته کړې، شواهد ښيي چې طالبانو له نورو ترهګريزو شبکو سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي.

په دې ليدنه کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو ويلي، د دوحې خبرې هغه مهال بریالۍ کېدی شي چې دواړه اړخونه نرمښت وښیي او یو بل په ټوله مانا درک کړي.

پونټيکورو دغه راز د بیان ازادي، د ښځو حقونه، مدني ارزښتونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.

نوموړي څرګنده کړې، ټول ښکېل هېوادونه باید هڅه وکړي چې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام