د لومړي ځل لپاره نن کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د وسپنې او فلزاتو د ویلې کولو ټولنه جوړه شوه چې موخه یې د دغه صنعت پراختیا په ګوته شوې ده.

د دې ټولنې مسوولان وایي، د هېواد د فلزي محصولاتو صنعت په برخه کې د پرمختګ او  همغږۍ رامنځ ته کولو لپاره اړتیا وه، څو د هېواد د وسپنیزو توکو د تولید سکتور یوځای کار وکړي او د یو بل ترڅنګ دغه صنعت ته وده او پراختیا ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

د وسپنې او فلزاتو د ویلې کولو ټولنې رییس ادریس فقیري وايي، د دغې ټولنې له لارې به د المونیمو، عراده‌جات او د ودانیزو وسپنې د تولید چارې پیل کړي.

فقیري همداراز زیاتوي، هغه ستونزې چې د هېواد په کچه د فلزي محصولاتو د تولید په برخه کې پرتې دي، د دغې ټولنې له لارې او د اسلامي امارت په مرسته به یې هوارې کړي.

هغه زیاته کړه: «د دغې ټولنې له لارې غواړو چې ټولو فلزي تولیداتو په ځانګړې توګه د ودانیو وسپنیزو الو، د سُرب تولید او ویلې کولو، د چودن ذوب او تولید، د المونیم تولید او ویلې کولو، هنګر جوړولو، د عراده‌جاتو تولید او نورو فلزي صنایعو ته خاص پام وشي. زمونږ اتحادیه ټولو دغو برخو کې فعالیت کوي او صنعت‌کاران منسجم کوي.»

د وسپنې او فلزاتو د ویلې کولو ټولنې په جوړېدو سره، یو‌شمېر صنعت‌کاران له دغې ټولنې او اسلامي امارت څخه یو لړ مشخصې غوښتنې لري.

صنعت کار علي‌حسین حسیني وایي، هیله‌مند دی چې اسلامي امارت به په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي او هغه کسان چې کلونه یې په کډوالۍ او بې‌وزلۍ کې ژوند کړی، دوی ورته د کار زمینه برابره کړي او خدمت ورته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوداګرۍ وزارت سرپرست عبیدالله حقاني په دغه پروګرام کې وویل، د فلزي محصولاتو د ودې لپاره به صنعت‌کارانو ته اړین امکانات او اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام