له تاجیکستان سره پولې ته نږدې د کندوز شېرخان سوداګریز بندر چې د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته تړل شوی و، اوس د دغه سوداګریز بندر چارې بېرته پیل شوي دي.

هغه سوداګر چې د دغه بندر له لارې خپل سوداګریز توکي هېواد او له هېواده بهر لېږدوي، وایي چې د دغه بندر امنیت خوندي دي، فساد او په چارو کې یې د کارکوونکو ناغېړي په بشپړه توګه له منځه تللې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وایي، په دغه بندر کې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي توګه روان دی، خو د بانکونو تړل پاتې کېدل، د دوی د راکړې ورکړې پر وړاندې ستر خنډ ګرځېدلی دی.

د سوداګرو په وینا، په مخکیني حکومت کې به سوداګریزو توکو ساعتونه وخت نیوه چې د دغه بندر له ګمرک څخه راووځي، خو اوس یوازې د ۱۰تر ۲۰ دقیقو په ترڅ کې د دوی سوداګریز توکي ګمرک کېږي.

په همدې حال کې د شېرخان بندر د لېږد رالېږد د څانګې آمر مسعود وحدت وایي، په دغه بندر کې د فساد مخه نیول شوې او سوداګر خپلې راتلونکې ته خوشبینه دي.

د نوموړي په خبره، سوداګرو ته اسانتیاوې ډېرې شوي او له دې مخکې چې د سوداګرو پر وړاندې کومې ستونزې پرتې وې، اوس هوارې شوې دي.

بل‌خوا د شېرخان بندر د ګمرک رییس مولوي صبغت‌الله وایي، دوی هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي، څو سوداګر وکولای شي چې خپل سوداګریز توکي په خپل وخت له هېواده بهر ولېږدوي او یا یې هم هېواد ته وارد کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دغه بندر کې د لوړ تناژ ترازو بېرته فعال شوی او د بانکونو ستونزه به هم ډېر ژر هواره کړي.

د یادونې وړ ده چې د کندوز شېرخان بندر له تاجکستان سره پولې ته نږدې پروت دی او د «دوستۍ پل» له لارې له دغه هېواد سره نښتی دی چې سوداګر له همدې لارې خپل سوداګریز توکي منځنۍ اسیا ته لېږدوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام