Asset 1SWN

پکتيا کې طالبانو له ساختماني شرکتونو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ اخيستي

rbt rd (4)

 

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولان وايي، وسله‌وال طالبان په زور او جبر د پرمختيايي پروژو له قرارداديانو، شرکتونو او سوداګرو په بېلابېلو نومونو پيسې ټولوي. د چارواکيو په خبره، طالبان د يو شمېر ټولګټو پروژو لپاره خنډونه جوړوي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دې ولايت په ټولو پرمختيايي پروژو کې چې د ولس د هوساينې لپاره جوړېږي، وسله‌وال طالبان د بډو په توګه پيسې اخلي.

فدايي وسله‌وال طالبان تورن کړل چې د جهاد په نوم جګړه يوازې د خپلو شخصي ګټو، باج اخيستو، د خلکو له پروژو په زور د رشوت او فساد په ډول د پيسو د اخيستلو او پر خلکو د ظلم لپاره کوي.

د پکتیا والي زیاته کړه چې يوازې د سږ کال په اوږدو کې وسله‌والو طالبانو له پرمختيايي پروژو او سوداګرو تر ۳۰۰ ميليونه افغانۍ ټولې کړې دي.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی هم دا مني چې د خلکو له هغو پروژو چې دولت او نور شرکتونه یې پلې کوي، وسله‌وال طالبان د سلنې په ډول په زور پيسې اخلي او که پيسې ور نه کړي، د پروژې د پلي کېدو مخنيوی کوي.

ځاځی وايي، په ځينو سيمو کې چې د دولت تر واک لاندې نه دي، نو د اړتیا له مخې وسله‌والو ته پیسې ورکوي.

خو د وسله‌والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په پرمختيايي پروژو کې د دومره زياتو پيسو اخيستل نه مني.

مجاهد وايي چې له ځينو پروژو له دوه تر درې سلنه پيسې د دې لپاره اخلي چې امنيت يې ټينګ کړي.

سلام وطندار له نورو پروژو پرته داسې اسناد تر لاسه کړي چې وسله‌والو طالبانو په احمداباد ولسوالۍ کې د مچلغو بند له رغنيزو چارو په تېرو شلو مياشتو کې پنځه ميليونه افغانۍ اخيستې دي.

داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې وسله‌وال طالبان د ګردېزـ پټان په لويه لاره کې چيک پاينټونه جوړوي او له بار وړونکيو موټرو د ګمرک په نوم پيسې اخلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام