په کندوز او بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو په دغو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

په کندوز کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار وختي ۱۲:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د دشت‌ارچي ولسوالي په «تپه بیست‌وپنج» سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي.

د سرچینې په وینا، له څو ساعته نښتې وروسته دواړه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي او له کبله یې ۱۱ د ملي اردو سرتېري او ۴ ولسي پاڅونوال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې یادې پوستې د نن سهار تر اوو بجو پورې د طالبانو په لاس کې وې او د یوه هاموې ټانګ له سوځولو وروسته یې ټولې وسلې او تجهیزات له ځان سره وړي دي.

د کندوز د دشت‌ارچې ولسوالي نبي کاکړ په دې ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونه مني، خو له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه ورکوي.

د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو مسوولان او د کندوز محلي چارواکو زموږ له پرله‌پسې اړیکو سره سره په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

بله‌خوا په بغلان کې باوري امنیتي او محلي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د دویمې امنیتي حوزې اړوند پر یوې پوستې د طالبانو په بېګاني برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، په یاد برید کې ۵ امنیتي ځواکونه طالبانو یرغمل کړي او د هغوی وسلې او تجهیزات یې هم وړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو یو هاموې ټانګ هم له منځه تللی او له تېرې یوې شپې او ورځې راهیسې دا درېیمه پوسته ده چې د بغلان‌-‌کندوز پر لویې لارې د طالبانو لاس ته لوېږي. د بغلان امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر دې دمه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام