قطر کې د سولې خبرې؛ طالبان د جګړې پر مشروعیت او نه مشروعیت بحث نه کوي

په دوحه کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړي عبدالحفیظ منصور سلام‌وطندار ته ویلي چې‎ د طالبانو له مرکچي پلاوي یې غوښتي چې تر اجندا وړاندې د دواړو لوریو دیني عالمان دې د قرآن او حدیثو په رڼا کې د جګړې پر مشروعیت او نه‌ مشروعیت د رسنیو په مخ کې بحث وکړي.
هغه وايي، که دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي؛ نو بیا به د اجندا په ټاکلو کې ډېرې ستونزې لرې شي، خو په وینا یې، طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز نه‌دی منلی.

کندوز او بغلان کې د طالبانو بریدونه؛ ۱۸ کسان وژل شوي

په کندوز او بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو په دغو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په کندوز کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار وختي ۱۲:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د دشت‌ارچي ولسوالي په «تپه بیست‌وپنج» سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي.