په دوحه کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړي عبدالحفیظ منصور سلام‌وطندار ته ویلي چې‎ د طالبانو له مرکچي پلاوي یې غوښتي چې تر اجندا وړاندې د دواړو لوریو دیني عالمان دې د قرآن او حدیثو په رڼا کې د جګړې پر مشروعیت او نه‌ مشروعیت د رسنیو په مخ کې بحث وکړي.

هغه وايي، که دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي؛ نو بیا به د اجندا په ټاکلو کې ډېرې ستونزې لرې شي، خو په وینا یې، طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز نه‌دی منلی.

د نوموړي په وینا، د جګړې پر مشروعیت بحث به افغانانو او نړۍ ته ثابته کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه مشروعیت لري، که نه. منصور زیاتوي، که دا مسله حل نه شي، ښايي پر اجندا او نورو برخو باندې د بحث لپاره سره را غونډ نه شي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي یو بل غړی غلام‌فاروق مجروح وایي، هغه اجندا چې د دولت مرکچي پلاوي پورې اړه لرې، جوړه شوې او په وینا یې، پر ۶ برخو یې وېشلې چې مقابل لوري ته هم سپارل شوې، خو ځواب یې لا نه دی ورکړل شوی.

هغه وايي، د طالبانو مرکچي پلاوي ته یې په ډاګه کړې چې اوربند یې لومړیتوب دی؛ ځکه په هېواد کې روانه جګړه باید بنده شي. د نوموړي په وینا، زموږ دیني عالمان په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او که طالبان غواړي په دې اړه ورسره بحث وکړي، دوی ورته تیار دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه په قطر کې د طالب ډلې د مرکچي پلاوي نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو.

په ورته وخت کې یو پخوانی طالب چارواکی او سیاسي کارپوه محمدحسن حقیار وایي، د جګړې د مشروعیت مسله له پیله په اجندا کې نه وه؛ نو طالبان ښايي په همدې دلیل پرې بحث کولو ته حاضر نه شي.

د نوموړي په باور، په افغانستان کې پر روانې جګړې شل کلونه تېر شوي او اوس پر دې موضوع بحث نه یوازې ستونزه نه حل کوي، بلکې ښايي د باور فضا هم خرابه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په دوحه کې له تېرو لسو ورځو راهیسې د دواړو لوریو د مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرواترو د اجندا پر ټاکلو خبرې په ټپه ولاړې دي او په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

داسې هم ویل کېږي چې دواړو لوریو د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو او د افغان سولې په اړه د هغه هېواد د نوي حکومت د سیاست څرګندېدو لپاره ځنډولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام