Asset 1SWN

امريکا افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو په هڅه کې ده

US-Army-Ok-p4q7b7vu0yw106zly4xh9ep0npksotkbwrtqy64rdg

د امریکا ولسي جرګه یا استازو مجلس کې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې مشر ادم سمېت وايي، د بایډن حکومت غواړي افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو موده چې د مې اولې نېټې پورې ټاکل شوې ووځي، اوږده کړي.

نوموړی وايي، بایډن په افغانستان کې د داعش سره د مبارزې لپاره د تروریزم ضد ځواک د ساتلو لپاره له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدو لپاره لارې هم لټوي او هڅه کوي چې له مې مياشتې وروسته هم خپل سرتېري افغانستان کې وساتي.

ادم سمېت زياته کړې، امريکا غواړي لږ تر لږه دا غوراوی هم وارزوي چې طالبانو خپل نظر بدل کړی که نه. ځکه دوی چې څومره له افغان حکومت سره جنګېږي هغومره له داعش سره هم په جنګ دي.

سمېت همداراز وايي، له افغانستانه د سرتېرو ايستلو په اړه یې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جېک ساليوان او دفاع وزير لوېد اسټين سره هم خبرې کړې دي. نوموړی وايي، په هېڅ ډول نه کېږي چې د شپږو اوونيو په موده کې دې له افغانستانه له ۱۰زرو ډېر سرتېري وباسي.

له بل پلوه د سپينې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي، جو بایډن د خپل حکومت د غړو سره د سرتېرو ویستو په تړاو په خبرو بوخت دی.

تېره اوونۍ جو بایډن د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو سرتېرو ویستل سخت وبلل.

طالبانو د بايډن د خبرو غبرګون کې ویلي، که امریکا په ټاکلې نېټه ځواکونه ونه باسي، غبرګون به یې وویني.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې پر امريکايي ځواکونو به بریدونه نه کوي او د القاعده په ګډون له «ترهګرو» ډلو سره اړیکي پرې کوي او په ځواب کې بهرني ځواکونه تر سږنۍ مې مياشتې له افغانستان وځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام