د واده تعریف

واده د کورنۍ او ټولنیز ژوند اساس او بنسټ حوړوي او د ټولنیز تړون له مخې د نر او ښځې ترمنځ د دواړو په خوښه کېږي چې دواړه د متقابل حقونو  پر وړاندې یوشان مسوولیت لري.

واده د دیني او ټولنیزو تعریف شویو او نا‌تعریف شویو ارزښتونو په چوکاټ کې د یوه «هلک او نجلۍ» ترمنځ د تړون «پیوند» په معنی ده چې له مخې یې، د یوې کورنۍ بنسټ کېښودل کېږي.

د مسلې بیان

افغانستان چې له کلونو راهیسې له جګړو او ناامنیو سره کړېږي او  د همدې جګړو او بې‌ثباتیو په پایله کې ګڼ‌شمېر افغانان له زده‌کړو او پوهاوي، بې‌برخې پاتې شوي، د ټولنې ګڼې پرېکړې پرته له دې چې د شرعي قانون او مدنیت له مخې حل شي،  د ټولنې د ناسمو دودونو له لارې حلېږي چې دغه ناسم دودونو، د ودونو پر  څرنګوالي هم اغېزې کړي؛ خو دا چې هېواد کې څومره وادونه په جبري یا هم دودیزه توګه شوي او له ودونو څومره مېرمنې خوښې دي، دغه پوښتنو په تړاو مو یاده سروې کړې.

د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې نجونو او مېرمنو ته تر ډېره د دوی د ژوند اړوند پرېکړو کې واک نه‌ورکول کېږي، د نورو مهمو پرېکړو ترڅنګ، ډېرې نجونې پرته له دې چې له دوی وپوښتل شي، په واده ورکول کېږي. که څه هم افغانستان کې د ودونو د دود او رواج په اړه ډېرې څېړنې شوي؛ خو هغه څه چې باید د واده نه مخکې او وروسته د نجونو او مېرمنو د ژوند په اړه لیکل شوي وای، د پام وړ کم څېړل شوي دي. دغه‌راز په دې څېړنه کې د نجونو او مېرمنو د واده هغه برخې هم څېړل شوي چې له واده مخکې او هغه نجونو چې لا واده نه‌دي،، څه اغېزې پرې درلودلی شي. په دې څېړنه کې د جبري  ودونو اغېزې او هغه ودونه چې د نجونو په خوښه تر سره شوي مثبتې اغېزې یې څه دي او د شریک ژوند نورې برخې څېړل شوې دي.

د سروې پوښتنې

  • مېرمنې څومره له خپل وادنه خوښې دي؟
  • د مرکه شو میرمنو د واده نوعیت څه ډول وو؟
  • د یادې سروې ګډونوالې څومره عمر لرونکي دي؟
  • هغه مېرمنې چې له خپلو وادونو خوښې ‌دي، اصلي لاملونه یې څه دی.؟
  • کورنۍ باید کوم ټکي  د خپلو اولادونو په ودونو کې په پام کې ونیسي ؟
  • د جبري ودونو د مخنیوي لپاره وړاندیزونه څه دي؟

د سروې مخینه

که څه هم په افغانستان کې د ودونو د دودونو او رواجونو په اړه د مختلفو رسنیو له‌خوا راپورونه خپاره شوي او د افغاني ودونو د ماهیت او وضیعت بېلابېل اړخونه څېړل شوي؛ خو په تېرو درېوو کلونو کې د ودونو څخه د مېرمنو د رضایت د وضعیت او کچې په اړه هېڅ احصایوي څیړنه نه‌ده شوې، له همدې امله سلام‌وطندار په دې برخه کې د معلوماتو تشې ډکولو لپاره دا څېړنه کړې چې پایلې یې کولای شي په هېواد کې د راتلونکو ودونو پر کیفیت ښې اغېزې کولی شي.

په دې څېړنه کې د ودونو بېلابېل اړخونه او د ښځو له ودونو څخه د رضايت کچه، د اجباري ودونو عوامل او پايلې هم څېړل شوې، چې  پرته له شکه د یادې سروې پایلې به په هېواد کې پر ودونو خپلې اغېزې درلودلی شي. 

د سروې اهداف

۱.          په هیواد کې د ودونو د ماهیت او وضعیت په اړه د ابهامونو او ناسمو دودونو لرې کول.

۲.          په ودونو کې د ښځو  د رضایت  په اړه څېړنه.

۳.          د ناکامو ودونو اصلي لاملونو په ګوته کول.

۴.          د کامیابه  ودونو لپاره کوم ټکي او میتودونه  په پام کې نیول.

د سروې د پیل او پای نېټه:

دغه سروې د ۲۰۲۴کال د فبرورۍ پر ۲۲مه پیل او د همدې کال د اپرېل پر ۲۰مه پای ته رسېدلې.

تحلیل

په دې څېړنه کې د شمېرو، معلوماتو او اطلاعاتو د تحلیل او شننې لپاره له «SPSS» پروګرام څخه ګټه اخیستل شوې.

د سروې ننګونې

د افغانستان په څېر یوه دودیزه ټولنه کې د یادې موضوع په اړه سروې کول، له ستونزو او ننګونو تشنه نه‌وي او دا څېړنه هم له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مل وه چې د هرې یوې لیکل یې، ناشونې ده، خو یوازې د څو ټکو پر لیکلو یې بسنه‌کوو.

  • افغانستان کې ډېری ښځې د دودیز کورني جوړښت له امله نه غواړي د خپل شخصي ژوند په اړه خبرې وکړي او دا ډېره ستونزمنه وه چې یوه مېرمنه دې، چا سره د ګډ ژوند ستونز او ننګونې شریکې کړي.
  • دا چې افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده‌کړو، لوړو زده‌کړو او کار محدودیتونه لګول شوي، د دې سروې د اړوند پوښتنو فورم شریکولو لپاره د نجونو او مېرمنو په موندلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ و او څوک دې ته نه‌پیدا کېدل چې د سروې اړوند پوښتنو فورم کې پوښتل شوې پوښتنې ځواب کړي. ځینې یې د خپلو کورنیو د مشرانو او ځینې مېرمنې بیا ټولنه کې د شته محدودیتونو له امله زړه نه‌ښه کاوه، څو سروې کې ګډون وکړي.
  • دغه سروې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې شوي چې د سروې تر ټولو ستونزمنه برخه هم په ولایتونو کې هغه مېرمنې دې ته، هڅول چې لا له وړاندې له محدودیت سره مخ دي، څو سروې کې ګډون وکړي، تر ټولو ستونزمنه چاره وه.

متغییرونه

ښځې، بې‌سوادي، ټولنیز دودونه او جبري ودونه، د کم عمر وادونه  او نر‌واکي د دې څېړنې له متغییرونو څخه دي.

د راپور لنډیز

دې سروې کې له ۳۸۹ ښځو سره مرکې شوي چې کابل د ۱۳سلنه، میدان‌وردګ د ۱۲سلنه او غزني بیا د  ۸سلنې ګدونوالو په لرلو لوړ او غور، بدخشان، زابل او پکتیا د ۰،۵سلنې ګډونوالو په درلودو، د سروې د ګډونوالو تر ټولو لږ شمېر لري.

یاده سروې کې له ۳۸۹ښځو او نجونو سره مرکې شوي او له ډلې یې ۲۹۰ مېرمنې واده شوي دي. د سروې ۴۵.۵سلنه ګډونوالې مېرمنې، په زور واده شوي، ۴۱.۷سلنه د کورنۍ  او د دوی په خوښه او ۱۲.۸سلنو ګډونوالو هم په خپله خوښه واده کړی دی.

د سلام‌وطندار له لوري په شوې سروې کې له ۲۹۰ مېرمنو څخه چې ودونه یې کړي، ۶۳ سلنه یې چې «۱۸۳» مېرمنې کېږي، له خپلو ودونو خوښې نه‌دي، او ۳۷سلنه یې بیا له خپل واده راضي دي. له دې دلې هغه مېرمنې چې له خپلو ودونو خوښې نه‌دي؛ له دغه ډلې ۵۸ یې، هېڅ خوښې نه‌دي. ۱۲۵ ګډونوالې بیا له خپلو وادونو «کمې» خوښې دي. همداراز د دې ګډونوالو له ډلې، هغه مېرمنې چې راضي دي،  ۲۸ ګډونوالې ډېرې راضي دي او  ۷۹ګډونوالې هم له خپلو وادونو خوښې دي.

د سروې راپور

سلام‌وطندار د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د نجونو په خوښه او په جبري توګه د دوی د واده کولو لاملونو د ارزونې او څېړنې په موخه له ۳۸۹ مېرمنو سره مرکې کړي چي تر ټولو لوړ شمېر ګډونوال، کابل او تر ټولو لږ شمېر بیا غور، بدخشان، زابل او پکتیا ولایتونه کې دي. کابل په «۵۱» کډونوالو سره چې د سروې ۱۳سلنه برخه جوړوي، تر ټولو ډېر او غور، بدخشان، زابل او پکتیا هم د ګډونوالو ۰.۵سلنه «صفر اعشاریه پنځه» له ځان سره لري.

د سروې ۳۳.۷سلنه ګډونوال د ۱۸ او ۲۴کلونو ترمنځ عمرونه لري.  ۳۲.۴سلنه ګډونوال د ۲۵ او ۳۰ کلونو، ۲۰.۸سلنه د ۳۰-۳۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

د سروې ۴۰کلن ګډونوال ۱۳.۱سلنه دي. ۶۶.۱سلنه برخه‌اخیستونکې واده شوې، ۲۵.۴ سلنه نجونې او ۸.۵ سلنه کوژدن شویو نجونو په سروې کې پوښتنو ته ځواب ویلی دی.

د سلام‌وطندار له لوري د شوې سروې د ګدونوالو څخه ۳۲.۱سلنه یې له دولس ټولګي فارغې شوي، ۳۱.۱ سلنه یې لېسانس، ۲۱.۶ سلنه نالوستې، ۱۲.۶سلنه یې بیا لومړنۍ زده‌کړې لري او ۱.۸ سلنه هغه مېرمنې دي چې د ماسټرۍ تر کچې یې زده‌کړې کړې دي.

په سروې کې له ګډو‌نوالو د راټولو شویو معلوماتو له مخې، ۴۵.۵ سلنه په جبري توګه، ۴۱.۷ سلنه د کورنۍ او له دوی سره په مشوره او ۱۲.۸ سلنه نجونو هم ویلي، په خپله خوښه یې وادونه کړي دي.

د سروې ۴۳.۱سلنه له خپلو وادونو لږ خوښې دي او ۲۷.۲سلنه بیا ډېرې، ۲۰.۰سلنه یې هېڅ خوښې نه‌دي. ۹.۷سلنه ډېرې خوښې دي.

هغه میرمنې چې واده شوې او سروې کې یې ګډون کړی، ۱۱سلنو  یې په کم عمر په ۱۶ کلنۍ کې واده شوې، ۲۰سلنه یې بیا د ۱۶ څخه تر ۲۰ کلنو پورې عمر کې او ۳۸.۶سلنه یې بیا تر ۲۵ کلنۍ پورته واده شوې دي چې په توله کې ۳۱ سلنه یې له ۲۰ کلونو ښکته واده شوې او ۶۹ سلنه یې هم بیا له ۲۰ کلونو پورته عمر کې واده شوې دي.

د دې سروې ۴۸.۵ سلنه برخه اخیستونکو چې لا مجردې دي ویلي، د واده پرېکړه یې د کورنۍ سره په مشوره کړې. د سروې له مخې، ۲۵.۳سلنه ګډونوالو ویلي، ښايي واده یې له دوی سره په مشوره وشي او ۱۳.۱سلنه وايي، له دوی پوښتنه نه‌کېږي. ۱۳.۱سلنه ګډونوالو ویلي چې د واده پرېکړه په خپله کوي.

وړاندیزونه

د بریالي ګډ ژوند د پیلولو لپاره اړینه ده چې دواړه لوري «هلک او نجلۍ» خوښه ولري او په خپله خوښه خپل ګډ ژوند پیل کړي او دا د کورنیو او مشرانو ګډ ټولنیز مسوولیت دی چې خلکو ته په دې برخه کې پوهاوی ورکړي او د ګډ ژوند په اصولو ټول پوه کړي او د جبري وادونو مخه ونیسي. دې ستونزې ته په جدي ډول پام وشي، ځکه واده کول د ژوند مهمه برخه ده او د کورنۍ او حکومت  مسوولیت دی چې خپلو اولادونو او خلکو ته پوهاوی ورکړي او د ظلم او ستم مخه ونیول شي.

  • اړتیا ده چې د واده کولو په برخه کې نجونو ته هغه حقوق ورکړل شي چې د اسلام مبارک دین کې ورته ټاکل شوي. ترڅنګ یې د اسلامي اصولو سره سم دې د نجونو واده اړوند حقونو لپاره قانون جوړ او پلی شي.
  • هېواد کې د جبري وادونو مخنیوي لپاره جدي اقدامات وشي او په قانوني توکه یې باید مخه ونیول شي.
  • د  قانون له مخې، ښځې خپلو ټولو حقونو ته لاسرسی ولري .
  • په بدو او کم عمر کې د نجونو ورکولو مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخیستل وشي.
  • خلکو ته د نجونو په واده ورکولو او اړوند مسایلو په تړاو پوهاوي ورکړل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام