Asset 1SWN

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ له څلور ښځو، درې یې تاوتریخوالي سره مخ دي

پایلی تاوتریخوالی-01

تعریف: د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی چې د جنسيت پر بنسټ تاوتريخوالی او د جنس او جنسيت پر بنسټ د تاوتریخوالي په نوم هم پېژندل کېږې، له تاوتریخوالي ډک هغه کارونه دي چې په بنسټيزه توګه يا په ځانګړي ډول د ښځو يا نجونو پر وړاندې ترسره شوي وي.

د مسلې بیان:

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د «تاوتریخوالي» ښکارنده «پدیده» اوږده مخینه او بېلابېل فرهنګي او ټولنیز عوامل لري. په هماغه کچه چې د دې پدیدې پروړاندې د مبارزې لپاره هڅې اهمیت لري، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رېښو موندل هم خورا اړین او مهم دي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په عمومي توګه او په ځانګړې توګه په یوې تړلې او سنتي ټولنه کې رامنځته کېږي چې په‌کې ټولنیز فرهنګ او سیاسي بې‌ثباتي د اساسي متغییرو په توګه پېژندل کېږي. پر دې بنسټ په دې میداني څېړنه کې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې ارزونه او نوعیت جدي پوښتنه ده.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته او ورپسې هېواد کې پراخ سیاسي او ټولنیز بدلونونه د دې لامل شول، هغه بنسټونه چې د ښځو د ملاتړ برخه کې یې کار کاوه، منحل او یا یې هم فعالیتونه محدود شوي دي.

د وروستیو دوو کلونو پر مهال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند هېڅ راپور او شمېر نه دی خپور شوی چې له همدې مله د سلام افغانستان رسنیزه موسسه «سلام‌وطندار راډیو» له سقوط وروسته د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې له شاوخوا ۳۲۶ مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي څرنګوالی تحلیل او ارزولی دی.

د څېړنې مخینه:

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او لاملونو په اړه یې د تېرو دوو کلونو پر مهال جدي کار نه دی شوی او یوازې «ازادي راډیو» د ۱۴۰۱ کال میزان میاشت کې یوه راپور خپور کړی چې په‌کې راغلي ۱۴۰۱ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۴۵۰۰ پېښې شوې دي.

د ازادي راډیو په راپور کې د ملګروملتونو د ښځو څانګې له شمېرو او د ښځینه فعالانو نظر هم اخیستل شوی چې د ښځو حقونو فعالانې په ۱۴۰۱ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۴۵۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

په دې راپور همداراز ویل شوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو هغه بنسټ چې دغه شمېرې ثبت کړي، شتون نه‌لري.

ازادي راډیو چې کوم راپور خپور کړی، یو ټولیز او په عین حال کې د ټولنې شمېر له ځانګړنې پرته راپور دی چې دا یې یوه کمزورې نکته ده، خو بیا هم دې برخه کې له کم‌سارو کارونو دی او د پام وړی دی.

له همدې امله او د اړتیا له مخې، سلام‌وطندار افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي وضعیت ارزونې په موخه د اماري ټولنې په توګه ۳۲۶ ښځو سره مرکې کړي چې افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي وضعیت به تحلیل کړي.

په دې څېړنه ۲۰۰ ښځې په حضوري توګه، ۸۰ ښځې د مستقیمې ټیلیفوني اړیکې او ۳۸ ښځې هم د انټرنټ له لارې په شریکو شویو پوښتنو کې ونډه اخیستې ده.

اصلي پوښتنه:

  1. د دې څېړنې د اماري ټولنې له ډلې څومره مېرمنې له تاوتریخوالي سره مخ شوي؟
  2. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي رامنځته‌کېدو مهم عوامل کوم دي؟
  3. ښځې د تاوتریخوالي له کوم ډول سره ډېرې مخ دي؟

د څېړنې اهداف:

  1. د جمهوریت له پرځېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ارزونه ټولییز «کلي» هدف.
  2. له تاوتریخوالي سره د مخ شویو ښځو شمېر وړاندې کول.
  3. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو د عواملو پېژندنه.
  4. د ښځو پر وړاندې د شته تاوتریخوالي د بڼې پېژندنه.

د څېړنې نېټه:

دغه څېړنه د روان کال د (د جون ۱۹مې د اګسټ تر ۱۹مې) پورې شوې چې لاسته راغلې پایلې یې هم تحلیل او ارزونې دي.

د تحلیل مېتود:

د یادې څېړنې ټول معلومات د پوښتن‌لیک له لارې چمتو شوي او د «SPSS» پروګرام په مرسته تحلیل او ارزول شوي دي.

د څېړنې ستونزې:

افغانستان کې د هرې ټولنې د ښکارندې د ارزونې لپاره د څېړنې ترسره کول له بېلابېلو ننګونو سره مخ او دا ننګونې هغه مهال د پام وړ ګرځي چې څېړنه په یوې تړلې او سنتي ټولنه کې کېږي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې افغانستان کې فرهنګي او ټولنیزې ریښې لري چې د ښځو سانسور او چوپتیا هم د تاوتریخوالي دوام کې مرسته کوي. په دې څېړنه کې له مخ شویو ننګونو څخه د نمونې په توګه ورته اشاره کوو:

د افغانستان په سنتي ټوګه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ارزونه خپله یوه داسې مسله ده چې خپله ښځې هم دې برخه کې کمې خبرې کوي.

ګڼ‌شمېر مېرمنې چې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي، نه یې غوښتل چې د دې څېړنې په برابرولو کې همکاري وکړي. دوی له مخ تاوتریخوالي په اړه چوپتیا غوره کوله.

هغو مېرمنو چې دې څېړنه کې همکاري کړې، هڅه یې کوله چې اطلاعات سم او مدیریت کړي، شریک کړي او د روحیې او د ټولنیز باور نشتون له مهمو ننګونو وو.

د جمهوریت له پرځېدو دوه کاله وروسته پر څېړنیزو او اطلاع‌رسونې پر بنسټونو د عامه افکارو باور کمزوری شوی او په همدې دلیل ښځې په سختۍ سره کولای شي له رسنیو او څېړونکو سره خبرې وکړي.

د ښځو پر وړاندې سیاسي محدودیتونه چې رامنځته شوي، ښځې یې چوپتیا ته اړ کړي چې په پایله کې یې له هغه څه پرده نه پورته کېږي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي دی.

د څېړنې متغیرونه:

تاوتریخوالی، سنت، خودسانسوري، فرهنګ، د افغانستان ښځې او نرواکي.

د راپور لنډیز:

د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ د ۳۲۶ مېرمنو له ډلې چې د یاد څېړنیز راپور په چمتو کولو کې یې برخه اخیستې، ۷۷سلنه یې له تاوتریخوالي سره مخ شوي چې له ډلې یې تر ټولو زیات دغه مېرمنې له رواني، فیزیکي او جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

په دې څېړنیز راپور کې مرکه کوونکې د عمر له اړخه د بېلابېلو عمرونو ښځې ټاکل شوې، خو ډېری یې له ۱۸ تر ۴۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

همداراز په دې څېړنیز راپور کې له هغو ښځو سره چې مرکې شوي، ۴۸سلنه یې له لېسانس او یا هم د ښوونځي زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې دي. دغه میداني څېړنه په ۲۷ ولایتونو کې شوې چې کلبل کې د ګډون کوونکو سلنه ډېره ده.

یاده څېړنه چې ۳۲۶ ښځو سره په ۲۷ ولایتونو کې شوې، پایلې یې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، هغه څه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف د لوړېدو په حال کې ښيي.

د لاسته راغلیو معلوماتو پر بنسټ، د ۳۲۶ ګډون کوونکو مېرمنو له ډلې یې ۲۳سلنو یې ویلي، تراوسه له هېڅ ډول تاوتریخوالي سره نه دي مخ شوي. خو ټولې مرکه‌کوونکې په دې باور دي چې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.

راپور:

د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې «سلام‌وطندار راډیو» په ۲۷ ولایتونو کې د یوې سروې پر بنسټ چې ۳۲۶ مېرمنو په‌کې ګډون کړی، موندلې چې د یادو مېرمنو له ډلې یې ۷۷سلنه له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

خو ۲۳سلنه ښځو د دې سروې د پوښتنو په ځواب کې ویلي، تراوسه له هېڅ تاوتریخوالي سره نه دي مخ شوي.

د دې سروې ګډون کوونکې د بېلابېلو عمرونو دي چې ډېری یې له ۱۸ تر ۴۵ کلونو پورې عمر لري.

په یاده سروې کې د ګډون کوونکو تحصیلي وضعیت هم ارزول شوی چې ۴۷سلنه ځواب ویونکو یې زده‌‌کړیالانې یا د ښوونځي زده‌کوونکې دي.

دغه سروې په ۲۷ ولایتونو کې شوې چې کابل د ګډون کوونکو له اړخه تر ټولو زیات ۳۱سلنه او بدخشان تر ټولو کمه ۱.۶ سلنه د کډون کوونکو شمېر لري.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې موندنې ښيي چې ۷۷سلنه له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. د یادو موندنو پر بنسټ، ۵۴سلنه له رواني تاوتریخوالي (اشاره، ګواښ، څار او…)، ۱۴سلنه له فیزیکي (وهل‌او ټکول) او څلور سلنه هم له جنسي (تېري) سره مخ شوي دي.

د موندنو پر بنسټ له دغو مېرمنو ځینو یې پر یوه وخت له دې ټولو تاوتریخوالي سره مخ شوي، داسې چې ۲۴سلنه درې واړه تاوتریخوالي (تېري، فیزیکي او رواني) سره مخ شوي او څلور سلنه له فیزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د دې سروې پایلې ښيي چې له لومړنیو ازادیو محرومیت لکه د زده‌کړو، کار حق نه‌لرل، د کورنیو نه ملاتړ، د ټاکنې حق نه ورکړه او چاپېریالي عوامل لکه بې‌سوادي، لوږه، ټولنه کې شته دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له عواملو څخه دي.

د سروې د موندنو پر بنسټ، نهه سلنه ګډون کوونکې د کورنیو  د نه ملاتړ،  ۴۵سلنه ګډون کوونکو خپلو لومړنی حقونو ته د نه لاسرسي او ۱۳ سلنه هم د بې‌وزلي او وزګارتیا له امله له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. اته سلنه ښځو ویلي، د خپلې خوښې خلاف کار ته اړ شوي او اووه سلنه نورو هم ویلي چې د ټاکنې حق نه‌لري.

یوولس سلنه نورو بیا پورته موارد تایید کړي، دوه سلنو بیا څه نه دي مشخص کړي او درې سلنه نورو هم خپل چلن د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله یاد کړی دی.

د سروې ۴۳سلنه ګډون کوونکو ویلي چې د عامو خلکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوي او ۱۶سلنه هم ویلي چې د کورنۍ د غړیو له‌خوا ورسره تاوتریخوالی شوی دی. نهه سلنه ویلي چې د خپل پلار د کور  له‌خوا، لس سلنه هم ویلي، د خاوند له لوري پرې تاوتریخوالی شوی دی. نهه سلنه هم د حکومتي ځواکونو او څلور سلنه د کار ځای کې د کار څښتن له‌ لوري تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

اووه سلنو مېرمنو بیا له دې موضوعاتو جلا ویلي.

په همدې ترتیب له تاوتریخوالي سره مخ شوې مېرمنې بې‌سوادي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، دودونه او ناسم رواجونه، بې‌وزلي او وزګارتیا او پر نشه‌يي توکو روږدی، په تریب ۲،۱۶،۱۷،۲۲،۲۵ سلنه د خپل ځان پر وړاندې د تاوتریخوالي عوامل یاد کړي دي.

په دې سروې کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځایونه هم ارزول شوي دي. د سروې ۳۹سلنه ګډونوالو ویلي چې پر لاره، ۲۸سلنه په کور کې، ۱۶سلنه په ښوونیزو مرکزونو کې، شپږ سلنه کار ځای او نږدې نهو سلنه هم ویلي، پورته ټولو ځایونو کې له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ شوي دي.

په سروې کې له تاوتریخوالي وروسته زیانمنو ښځو سره شوي اقدامات هم ارزول شوي دي. ۶۷سلنه ویلي، د تاوتریخوالي مخنیوی او څارنې برخه کې هېڅ نه دي شوي، ۳۱سلنه هم وايي چې اقدامات شوي او درې سلنو بیا دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

۷۸سلنو ځواب ورکړی چې تاوتریخوالی یې کورنۍ سره د خبرو له لارې حل کړی، نږدې درې سلنه د عدلي او قضايي ارګانونو او نږدې ۱۹ سلنه هم دغه موضوع د امنیتي بنسټونو په مرسته حل کړې ده.

۴۱سلنه هم ویلي چې د وېرې له امله یې نه ده غوښتې چې د دغه موضوع د حل لپاره اقدام وکړي. نږدې ۲۴سلنه د خلکو د خبرو، ۲۰سلنه هم د خپلوانو د نه ملاتړ او ۱۴،۵ سلنه هم دغه موارد د څارنې او تعقیب یا د تاوتریخوالي له‌منځه وړو برخه کې د اقدام نشتون له امله بولي.

له تاوتریخوالي زیانمنې نږدې ۷۲سلنه ښځو په دې سروې کې ویلي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د رسېدنې پر بهیر بې‌باوره دي، خو ۲۸سلنه ویلي، له اقدام وروسته د تاوتریخوالي قضیو ته پر رسېدنې باور لري او دوه سلنه نورو بیا دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

وړاندیزونه:

د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره باید حکومت او عام وګړي ټولنیز مسوولیت لري چې دې برخه کې په ګډه کار وکړي او د دې ښکارندې د مخنیوي برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

هغه اقدامات چې دې برخه کې باید ترسره شي، دا دي:

  •  د دې سروې ترلاسه شویو پایلو ته په پام سرپرست حکومت ته وړاندیز کېږي چې د ښځو پر وړاندې فرهنګي او ټولنیز عوامل مهار او دې ښکارندې سره د مبارزې لپاره مشخصه تګ‌لاره جوړه کړي.
  • همداراز له سرپرست حکومت غوښتنه کېږي چې ټولنه کې د جنسیتي تبعیض د له‌منځه وړو برخه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
  • کورنیو ته وړاندیز کېږي چې د کورنیو د غړیو ترمنځ د یووالي روحیه پیاوړې، کورنۍ کې د نرواکي نظر اصلاح او د نجونو او هلکانو ترمنځ توپیر له‌منځه یوسي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټيټه کړي.
  • سلام‌وطندار د هېواد له ټولو مدني او رسنیزو بنسټونو غواړي چې د یوه اغېزمن بنسټ په توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره اوږد مهاله  تګ‌لاره جوړه او خپل مسوولیت ادا کړي.
  • د سلام‌ افغانستان رسنیزه موسسه (سلام‌وطندار راډیو) له څېړونکو، څېړنیزو بنسټونو او رسنیو غواړي چې د ښځو په اړه ټولنیزې څېړنې وکړي او د ټولنیزو بې‌نظمیو (تاوتریخوالي او ډولونو) یې پرته پورته کړي، څو مسوولان ورته متوجې او د حل لار ورته ولټوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام