کابل کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت ۱۵ نورو بېسرپرسته ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د ښځو د کار پر وړاندې له شته محدودیتونو سربېره بیا هم دغه بېسرپرسته نجونې او مېرمنې د «مینه» په نوم د خوږو خوړو دغه کوچنی کارځای ته ورځي او هره ورځ لس ساعته کار کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوږو خوړو د پخولو دغه کارځای د کابل ښار اړوند خیرخانې سیمه کې موقعیت لري چې د مسوولانو په وینا یې، پېردونکي یې ډېر دي.
د یاد کارځای بنسټګره فروزان کوهستاني چې شپږ میاشتې وړاندې یې دغه کارځای جوړ کړی، وايي چې د بېسرپرسته مېرمنو او نجونود خوشحالۍ او بوختیا لپاره یې د خوږو خوړو دغه کوچنۍ کارخونه جوړه کړې ده.
نوموړې وویل: «شپږ میاشتې کېږي چې دغه ځای مې نیولی او ۱۵مېرمنو ته مې د کار زمینه برابره کړې ده. ښځې او نجونې چې له کار او زدهکړو پاتې او روحیه یې له لاسه ورکړې او اقتصادي ستونزې لري. له دې وړاندې مو له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلوګرامه فرمایشونه لرل، خو اوس د اختر په راتلو سره ۵۰۰۰ کیلوګرامه فرمایشونه هم اخلوو.»
مېرمن کوهستاني دغه کارځای کې شته ستونزو ته په پام د همکارۍ غوښتنه کوي. نوموړې وویل: «د ماشینرۍ په برخه کې ستونزې لرو چې موږ اوس له لومړنیو او ساده ماشینونو کار اخلو او نشو کولای چې ماشین واخلو. موږ سره دې همکاري وشي.»
۱۸کلنه محموده چې د خوږو خوړو دغه کارځای کې کار کوي، وايي چې د خپلې ۱۱کسیزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړنکې ده او په وینا یې، دې ځای کې له کارکولو وړاندې له خپګان سره مخ وه.
هغې زیاته کړه چې اوس یې اقتصادي ستونزې او خپګان کم شوی دی. نوموړې وویل: «کله چې ا.ا ښوونځي وتړل، موږ خپلې هیلې له لاسه ورکړې. کور کې مو ستونزې ډېرې وې. یوه ډوډۍ مو پنځه ټوټې کوله او خوړله به مو. زه یوازې د خپلې کورنۍ ډوډۍ راوړنکې یم. دا له سوال کولو غوره ده چې د لاس په تڼاکو روزي وګټم.»
په دغه کارځای کې یوه بله مېرمن مارینا چې د څلور کسیزې کورنۍ سرپرستي ورتر غاړې ده، وايي چې دغه ځای کې یې کار کول خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ برابرولو یوازینۍ هیله ده او په وینا یې، له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغې وویل: «شپږ میاشتې کېږي چې دلته کار کوم. دوی ته دې خدای خیر ورکړي چې موږ ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. زه بېسرپرسته ښځه یم درې اولادونه لرم او له دې لارې خپل ژوند تېرو. سړی او نفقه برابرونکی چې نه وي، ستونزمنه ده، خو له کاره مې راضي یم. غواړم دغه ځای ستر شي او نورې ښځې هم زموږ په څېر کار وکړي.»
دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله هېواد کې د ښځو پر او زدهکړو محدودیتونه زیات شوي او ډېری ښځې په دې هڅه کې دي چې د ورته کوچنیو کارخونو په جوړولو سره بېسرپرسته او اړمنو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.