جوزجان د هېواد په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د نارینه‌وو ترڅنګ ښځې هم په‌کې کوچنۍ او لویې پانګونې کوي او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.

په جوزجان کې د متشبثو ښځو د ټولنې مشره حوریه احمدي وايي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان کې یې د ښځو د هڅونې په موخه د خیاطۍ او بیک‌ګنډلو یوه کارخونه جوړ کړې چې هره ورځ پکې ډول ډول بیکونه او جامې ګنډل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حوریې چې دغه کارخونه د ۵۰۰۰ افغانیو په پانګې سره جوړه کړې وه، اوس یې پانګه ۲ لکه افغانیو ته رسېږي. نوموړې وايي چې هیله لري یوه ورځ وکولای شي، د ښځو د کارخونو د جوړولو ترڅنګ د افغانستان تولیدات د نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي. د هغې په وينا، اوس په دغه کارخونه کې اته ځوانې مېرمنې په کار بوختې دي او هره ورځ رنګارنګ جامې او بېلابېل مچۍ ګنډي.

احمدي ټینګار کوي چې له کومې اندېښنې پرته په دغه ولایت کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او اوس د خیاطۍ د دغه کوچنۍ کارخونې تولیدات د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب په بازارونو کې پلورل کېږي.

حوریه احمدي وایي: “هره ورځ موږ ټولټال ۱۵ دستکولونه ګنډو او بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو ته یې لېږو، خو د کابل لپاره مو هم ځینې نمونې چمتو کړي او پر کابل، هرات او بلخ ولایتونو لا زیاتې هڅې کوو.”

یو‌شمېر هغه مېرمنې چې د جامو ګنډلو په دغه کارخونه کې رنګارنګ جامې او د ښوونځي او محفلي دستکولونه ګنډي، وايي چې له دې لارې ترلاسه شوی عاید د خپلو اولادونو زده‌کړې او کور ته د ډوډۍ د برابرولو لپاره مصرفوي.

رحیمه بهرامي چې د جامو ګنډلو د کوچنۍ کارخونې زده‌کوونکې ده، وايي چې دوی ټولې جامې او د ښوونځي او محفلي بیکونه په نویو او مشهورو ډیزاینونو  جوړوي او د خرڅلاو لپاره یې د جوزجان، سرپل، بلخ او فاریاب بازارونو ته لېږي. د هغې په ​​وينا، که څه هم وروستيو بدلونونو ټول شوکه کړي، خو دوی پرته له کومې وېرې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

بهرامي زیاتوي: “موږ په خپله خوښه دلته کار کوو، او هغه پیسې چې له دې ځایه ترلاسه کوو، یو څه په تعلیم او ژوند مصرفوو. موږ ته حکومت هېڅ هم نه دي ویلي او مونږ ته یې خنډ نه دی جوړ کړی او موږ دلته په ښه لیوالتیا کار کوو.”

په همدې حال کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې اسلامي امارت په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې هېڅ ډول بندیز نه دی لګولی. د دوی په وینا ښځې کولای شي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره له کوره بهر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس هلال بلخي وایي چې دوى ښځو ته د اسلامي شريعت په چوکاټ کې له کوره بهر د کار اجازه ورکړي چې بېلګه يې د شبرغان ښار په زړه کې د ښځو د جامو ګنډلو دغه کارخونه ده او هغوی د اسلامي حجاب په مراعتولو سره د دغو مېرمنو  فعالیتونه ستایي او هرکلی یې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سرپرست په وينا، په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې هېڅ ډول بنديز نه‌شته او ښځې کولاى شي چې د اسلامي شريعت له مخې خپلې چارې تنظيم کړي.

په همدې حال کې په جوزجان کې د ښځو د حقونو یو‌شمېر فعالانې په دغه ولایت کې د ښځو د فعالیت هرکلی کوي او دا یې د ښځو د حقونو د تحقق او پرمختګ په لور یو ګام بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام