Asset 1SWN

جوزجان کې سړې هوا ۱۸ کسان مړه کړي

جوزجان اوکی

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي، د سختې واورې اورېدو او سړې هوا د دغه ولایت خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د نوموړي په وینا، جوزجان کې سړې هوا د څلورو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون، ۱۸ کسانو ژوند بایللی او نږدې ۱۷زره څاروي هم مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حلیمي زیاتوي چې د یادو کسانو له ډلې څلور نارینه، درې ماشومان او یوه ښځه په خماب، درې نارینه، دوه ښځې په خانقا او دوه نارینه، دوه ښځې او یو ماشوم په اقچې ولسوالیو کې مړه شوي دي.

هغه وايي، دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي خلکو ته د اوښتې مړینې شمېرې تر دې هم لوړې شي.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه کورنۍ چې د سړې هوا له کبله زیانمنې شوي، له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د دوی په وینا، د جوزجان په ولسوالیو کې هوا لا هم ډېره سړه ده او ښايي بشري وضعیت تر دې هم خراب شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په نیمروز کې ۲۷، په بادغیس کې ۸، په غور کې یو، په فاریاب کې دوه او په سرپل کې اوو کسانو د سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام