Asset 1SWN

فراه کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

1BC8B570-D947-41A3-B04E-85B2FED7270A_w1200_r1

فراه کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده. پېښه پرون سه‌شنبه د کب ۲۳مه د یاد ولایت د شیب‌کوه ولسوالي اړوند «کاریز مردان» کلي کې رامنځته شوې ده.

د فراه د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوان نقیب‌الله نومېده او د رواني ستونزو له کبله یې په یوه ونه کې ځان رازړولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فراه کې دغه ځوان داسې مهال ځان‌وژنه کړې چې د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې پر شپه فاریاب کې هم یوې ښځې تېزاب څښلي و او ځان‌وژنه یې کړې وه.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي و، پېښه پنج‌شنبه شپه د کب ۱۸مه د قیصار ولسوالي په «خواجه‌زاهدخان» کلي کې رامنځته شوې ده.

محمدي زیاتوي چې دغه ښځه زهرا نومېده او د تېزاب په څښلو سره یې ژوند ته د پای ټکی اېښی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د یادې ښځې د ځان‌وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی او په وینا یې، تراوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې چې تر ډېره یې لاملونه رواني ستونزې، بې‌وزلي او کورني تاوتریخوالي په ګوته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام