Asset 1SWN

کندوز او بادغیس کې دوو نجونو ځان‌وژنه کړې

1657354732f70f

د کندوز او بادغیس محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایتونو کې دوو پېغلو نجونو ځان‌وژنه کړې ده.

په لومړۍ پېښه کې چې د کندوز ښار اړوند سیمه کې رامنځته شوې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان‌وژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کندوز کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي دغې ۱۸ کلنې نجلۍ بېګاه شپه د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند «زوړ‌زاخېل» سیمه کې ځان ځندۍ کړی او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

سرچینې وویل، دغې نجلۍ کوژدن هم کړې وه او خپلې کورنۍ او کوژدن سره له شخړې وروسته یې ځان‌وژنه کړې ده. ویل شوي چې د نجلۍ کوژدن ایران کې اوسېږي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار هم پېښه تایید کړې او په وینا یې، یادې نجلۍ د کورنیو ستونزو له امله ځان‌وژنه کړې او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د ځان‌وژنې دویمه پېښه چې تېره ورځ د بادغیس په اب‌کمري ولسوالي کې رامنځته شوې یوې پېغلې نجلۍ ځان د ټوپک په مرمۍ ویشتلی دی.

د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه معلومه نه ده چې دغې نجلۍ ولې ځان‌وژنه کړې، خو په وینا یې، امنیتي ځواکونو خپلې څېړنې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، تېر یوه میاشت کې د ټول هېواد په سطحه جنايي پیښو کې ۴۲ کسان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام