د بامیان ولایت په سیغان ولسوالي کې یوې ځوانې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله د تیزابو په څښلو سره د ځان‌وژنې هڅه کړې ده.

په بامیان ولایت کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده ښځه دوه کاله وړاندې یوه کس ته چې بله مېرمن یې هم لرله، په نکاح شوې وه او د خاوند له لوري له شکنجې او وهلو ډبولو وروسته یې تېزاب څښلي دي.

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي، یاده ښځه چې د بلې ښځې په بدل کې چې پلار یې په نکاح کړې وه، یاد کس ته په نکاح شوې وه.

فریده (مستعار نوم) چې د بامیان په روغتون کې بستر ده، سلام‌وطندار ته وايي چې له حکومت او مسوولو ادارو یې یوازینۍ غوښتنه له خپل خاوند نه بېلوالی دی.

د بامیان په روغتون کې یو ډاکټر عبدالمتین متین وايي چې د فریدې د هاضمې او تنفسي سېسټم د تېزابو په څښلو سره خراب شوی دی.

ذکیه رضايي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د بامیان د محلي چارواکو په وینا، په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۵ پېښې ثبت شوي چې د تېر په پرتله په‌کې له دوه برابره ډېر زیاتوالی راغلی دی.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام