د فاریاب په ټولو ولسوالیو کې د طالبانو حضور لامل شوی چې دغه ډله پر خلکو، په تېره ښځو تازه بندیزونه ولګوي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق‌محمد نوري سلام‌وطندار ته ویلي، د طالبانو په تازه حکم کې ویل شوي چې ښځې نه شي کولای له شرعي محرم پرته له کور څخه بهر شي او د ودونو په هغو مراسمو کې باید ګډون ونه کړي چې موسیقي په‌کې غږېږي.

د هغه په وینا، د فاریاب، په ځانګړې توګه د اندخوی ولسوالیو پر اوسېدونکو د طالبانو تازه بندیزونو خلک اندېښمن کړي؛ ځکه په وینا یې، د ډېریو کورنیو نارینه غړي له هېواده بهر دي او ښځې یې له خپلو بچیانو سره یوازې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي، طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د خوښیو په مراسمو کې موسیقي ونه غږوي او په خبره یې، ښځې دې روغتیايي مرکزونو ته هم له محرم پرته نه ځي.



د فاریاب د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د طالبانو د حضور په پراخېدو سره اوس هغه ښځې چې دفترونو ته تللې، نه شي تللی او وزګاره شوې دي. د هغه په وینا، په ولسوالیو کې دولتي ادارې او دفترونه هم تړل شوي چې دغه وضعیت د فاریاب اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په فاریاب کې یو مدني فعال سیدحسن هاشمي وايي، طالبانو نه یوازې ښځو، بلکې پر نارینه‌وو هم بندیزونه لګولي دي.هاشمي وايي، طالبانو د رېکشاوو او موټرو چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې که له محرم پرته ښځې موټرو ته پورته کړي، سزا به ورکړي او په وینا یې، د دغې ډلې ماهیت هېڅ نه دی بدل شوی.

په فاریاب د رسنیو برخې یوې فعالې هم سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، که ښځې یې له محرم سره هم له کوره وځي، باید چپلکې پر پښو نه کړي او وېښتان هم لوړ ونه تړي.

د طالب ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي هم دغه بندیزونه مني او وايي، افغانستان یو اسلامي او دودیز هېواد دی چې په وینا یې، خلک هم د اسلام او شریعت له احکامو سره بلدتیا لري. هغه وايي، یاد موارد بندیزونه نه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام